د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلوسي له تایوان سره د امریکا پیوستون څرګند کړی دی


نینسي پلوسي د اګست پر دویمه ناوخته تایپي ته ورسېده.
نینسي پلوسي د اګست پر دویمه ناوخته تایپي ته ورسېده.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي تایوان ته له رسېدو سره سم، له تایپي سره د امریکا د پیوستون او یووالی څرګند کړی دی.

پلوسي د اګست پر دویمه ناوخته د امریکا هوايي ځواک په الوتکه کې پلازمېنې تایپي ته ورسېده چې هلته پر هوايي ډګر ورته د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف وو او په هغه هېواد کې لوړپوړي امریکايي استازې سینډرا اوډکېرک هرکلی ووایه.

پلوسي وویل، د هغې سفر د تایوان د "غښتلي جمهوریت د ملاتړ" په برخه کې د امریکا "ټینګه ژمنتیا" ښکاره کوي.

هغې زیاته کړه چې له تایوان سره د امریکا یووالی "اوسمهال تر بل هر وخت زیات ارزښت لري ځکه چې نړۍ د ټولواکۍ او جمهوریت ترمینځ له یوه انتخاب سره مخامخ" ده.

چین په سمدستي ډول د پلوسي سفر غندلی او ویلي یې دي چې دا د تایوان په تنګي کې سولې او ثبات ته جدي زیان رسوي.

د تایپي ښار په یوه برخه کې پر یوې لوحې نینسي پلوسي ته د هرکلي کلمات لیکل شوي - د اګست درېیمې انځور.
د تایپي ښار په یوه برخه کې پر یوې لوحې نینسي پلوسي ته د هرکلي کلمات لیکل شوي - د اګست درېیمې انځور.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د پلوسي سفر به "د امریکا او چین د اړیکو پر سیاسي بنسټ خورا سخت اغېز وکړي او دا د چین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا جدي سرغړونه" ده.

پلوسي پر داسې مهال تایپي ته تللې چې امریکايي او چینايي ولسمشرانو د جون په پای کې د تایوان پر سر د پیدا شوې ترینګلتیا په ګډون په هغه سیمه کې پر یوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

جو بایډن د جون پر ۲۸مه له شي جېنپېنګ سره په څه د پاسه دوه ساعته ټېلېفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د تایوان په اړه د واشنګټن په تګلاره او لیدلوري کې بدلون نه دی راغلی.

نوموړي زیاته کړې وه چې امریکا "د تایوان په تنګي کې د وضعیت د بدلولو یا د سولې او ثبات د زیانمنولو لپاره د یو اړخیزو هڅو سخت مخالفت کوي."


بلخوا د ټېلېفوني خبرو په اړه د بیجینګ په وضاحتي بیان کې ویل شوي ول چې ولسمشر شي جېنپېنګ د تایوان پر ټاپو د چین پر ادعا ټینګار وکړ چې له لسیزو راهیسې جمهوري حکومت لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په یو بیان کې ویلي ول، "څوک چې له اور سره لوبې کوي، له امله به یې له مینځه ځي."

د تایوان موضوع د امریکا او چین د اړیکو لپاره خورا ارزښت لري ځکه چې بیجنګ هغه ټاپو د خپلې خاورې یاغي ولایت (صوبه) بولي او وايي، د اړتیا په صورت کې به یې په زور له ځان سره یو ځای کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG