د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او چین ولسمشرانو پر تایوان او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي


د سپینې  ماڼۍ بیان زیاتوي چې دواړوه ولسمشرانو د خپل مینځي همکارۍ او نورو سیمه ییزه او نړیوالو چارو سره پر تړلو یو شمیر معاملو هم بحث وکړ. (انځور: ارشیف)
د سپینې  ماڼۍ بیان زیاتوي چې دواړوه ولسمشرانو د خپل مینځي همکارۍ او نورو سیمه ییزه او نړیوالو چارو سره پر تړلو یو شمیر معاملو هم بحث وکړ. (انځور: ارشیف)

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د چین ولسمشر شي جن پینګ د تاییوان له کبله پر را پورته شوي تاوتریخوالي خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویلي چې دواړه مشرانو د جولای پر ۲۸مه د ټیلیفون له لارې تر دوه ساعته ډیرې خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ بیان زیاتوي چې دواړوه ولسمشرانو د خپل مینځي همکارۍ او نورو سیمه ییزه او نړیوالو چارو سره پر تړلو یو شمیر معاملو هم بحث وکړ.

د بیان تر مخه ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې د تاییوان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا "د تایوان په تنګي کې د وضعیت د بدلولو یا د سولې او ثبات د زیانمنولو لپاره د یو اړخیزو هڅو سخت مخالفت کوي."

بل خوا د ټیلیفوني خبرو په اړه د بیجینګ په وضاحتي بیان کې ویل شوي چې ولسمشر شي جن پینګ د تایوان پر ټاپو د چین پر ادعا ټینګار وکړ چې له لسیزو راهیسې جمهوري حکومت لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په یو بیان کې ویلي، "څوک چې له اور سره لوبې کوي ، له امله به یې له مینځه ځي."

نوموړي وویل،‌ " تمه ده چې امریکا به په دې اړه روښانه نظر ولري."

د امریکا او چین ولسمشرانو په داسې حال کې خبرې کړې دي چې د امریکا د استازو د جرګې سپیکرې نانسي پلوسي تایوان ته یو احتمالي سفر اعلان کړ.

بیجینګ مخکې دغه سفر پارونکی بللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG