د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شکتوی پېښې پرضد دهرنه پای ته ورسېده

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جنوبي وزیرستان خلکو د ځايي چارواکو سره تر خبرو وروسته مظاهره او پرلت ختم کړي دي. د سیمې خلکو له هغې وروسته پر مظاهرو لاس پورې کړی و چې په شکتوی کې د سپټمبر پر ۴مه نېټه پر پاکستانيو عسکرو له برید وروسته د ځايي خلکو په وینا په دا بله ورځپوځ پر ولسي خلکو تشدد کړی وو.

په مظاهره او پرلت کې د شکتوی د مشرانو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غوځنګ پلویانو هم ګډون درلودلو.

د پي ټي اېم عالمزیب مسود نن مشال راډیو ته وویل، چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د پوځ مشران به د راتلونکې دوشنبې په ورځ شک توی ته ځي او د ځايي ولس سره به مخامخ خبرې کوي. هغه وايي، په همدې اساس یې پرلت ختم کړی دی. مشال راډیو د پوځ له غاړې داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي.

په شک توی کې د سېپټمبر پر څلورمه د پوځ پر یو ګاډي برید کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون درې پوځيان وژل شوي او څلور نور ژوبل ول. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زمه واري منلې وه.

د جنوبي وزیرستان ځینې مشران وايي چې د شکتوی پېښې وروسته په ۱۶ نیول شویو کسانو کې ۱۳ خوشې کړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG