د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په بارانونو او سېلاوونو کې د وژل شویو شمېر تر ۱۰۰ لوړ شوی


په پښین کې ښځې تر سېلاو وروسته د کور سامانونه ټولوي - د جولای ۱۱مې انځور.
په پښین کې ښځې تر سېلاو وروسته د کور سامانونه ټولوي - د جولای ۱۱مې انځور.

د پاکستان په بلوچستان او سیند صوبو کې د روانو بارانونو او سېلاوونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۳ ته رسېدلی او تر ۵۰ زیات ژوبل دي.

د قدرتي افتونو پرضد د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۱۲مه په خپل راپور کې ويلي چې په بلوچستان کې د ورښتونو او سېلاوونو له کبله د مړو شمېر ۶۵ ته رسېدلی او تر ۵۰ زيات کسان ژوبل دي.

د ادارې په خبره، د جولای له څلورمې د پيل شويو بارانونو له وجې په راغلو سېلاوونو کې تر ۷۰۰ زيات کورونه نړېدلې هم دي.

حکومت ويلي چې له ځپل شویو سره یې مرستو ته دوام ورکړی دی خو ځايي کسان مرستې ناکافي بولي.

د پښين يو اوسېدونکي محمد صالح د جولای پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل د کور جوړولو او خيمو ته اړتيا لري. "پر موږ اوبه راغلې. کورونه او کمرې يې يووړې. کوچنيان مو د بل په کور کې پراته دي. ۱۶ کمرې او يو بیټک ټوله وران شول. نه سرکار راغلی او نه مو څه ورڅخه ليدلي دي."

د بارانونو له کبله د کراچۍ د یوشمېر سیمو سړکونه او لارې تر اوبو لاندې شوې -- د جولای ۱۱مې انځور.
د بارانونو له کبله د کراچۍ د یوشمېر سیمو سړکونه او لارې تر اوبو لاندې شوې -- د جولای ۱۱مې انځور.

په سیند کې اوښتي زیانونه

بلخوا په سيند کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله ۳۸ کسان مړه شوي. د سیند د طبیعي ناروینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۱۲مه ناوخته په رپورټ کې ویلي چې سېلاوونو د کراچۍ ښار تر ټولو زښت ځپلی دی چې پکې د وژل شویو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی. د ادارې په خبره، نهه کسان په ټټه، دوه په خیرپور او یو په سکر کې مړه شوي دي.

پي ډي اېم اې وايي، هغه کسان د بجلۍ د کرنټ، د کورونو د چتونو راپرېوتو او په سېلابي اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.

د سیند حکومت ويلي چې له کراچۍ څخه يې د اوبو د ايستلو په ګډون د صوبې په نورو برخو کې هم مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د موسمياتو محکمې د جولای له ۱۴مې نېټې يو ځل بيا د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بارانونو وړاندوينه کړې ده.

په عين حال کې وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر ۱۲مه پر ټوېټر په بیان کې مرکز او ټولو صوبايي ادارو ته "د ولس د ژغورنې لپاره د اقداماتو د څار او بيداره اوسېدو" لارښوونه کړې ده.

کراچۍ د ابادۍ له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی چې د عرب سمندرګي پر ساحل پروت دي. اخوا ټټه، خیرپور او سکر تر ډېره کلیوالې سیمې دي چې پکې زیاتره اوسېدونکي د بې وزلۍ ژوند تېروي.

بلوچستان د پاکستان په جنوب لویدیځ کې پرته صوبه ده چې اوږدمهاله وچکالۍ ځپلې ده. د وچکالۍ له وجې په ګڼو ځایونو کې د ځمکلاندې اوبو سطح خورا ټیټه شوې چې له وجې یې ان د مرکز کوټې او بوري په څېر ښارونو کې خلک د څښاک اوبه په ټانکرونو کې اخلي. په هغه صوبه کې د وچکالۍ له کبله ډېری باغونه وچ شوي او ځينو کورونيو د روزګار لپاره کراچۍ او نورو سيمو ته کډه کړې ده.

په بلوچستان کې په وروستي ځل په ۲۰۲۰ز کال کې لوی سېلاوونه راغلي ول چې زیات زیانونه یې په بلوڅ مېشته سیمو کې اړولي ول.

XS
SM
MD
LG