د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت بجټ وړاندې کړ، هېڅ نوی ټیکس نه لګوي


حکومت وايي، د بېوزلۍ ختمولو او کاروبارونو ښه کولو هڅې کوي

د پاکستان د صنعتي چارو وزیر حماد اظهر د جون پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال لپاره د ۷،۱۳۳ اربه روپیو بجټ وړاندې کړ او په نوي مالي کال کې یې د هېڅ نوي ټیکس نه لګولو اعلان وکړ.

نوموړي چې د بجټ د قانوني مسودې متن لوست نو د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند استازو د حکومت ضد نعرې وهلې او په قامي اسمبلۍ کې یې احتجاج وکړ.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ پیلېږي او د جون پر ۳۰مه پای ته رسي.

د کووېډ-۱۹ وبا او روغتیا وزارت لپاره پیسې

اظهر په خپله وینا کې لومړی د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د پاکستان اقتصاد ته د اوښتي زیان خبره وکړه او ویې ویل چې ټولبند د هېواد پر ناخالصه کورني پیداوار (جي ډي پي) او کاروبارونو "منفي اغېز" کړی دی.

حماد اظهر وویل حکومت د بېوزله خلکو مرستو ته دوام ورکوي
حماد اظهر وویل حکومت د بېوزله خلکو مرستو ته دوام ورکوي

ده وویل، حکومت وار له مخه اربونه روپۍ د کووېډ-۱۹ وبا له ځپلیو سره د مرستو په موخه بېلې کړې دي.

اظهر وویل، همدې حالاتو ته په کتو، حکومت د ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال په بجټ کې هېڅ نوی ټیکس نه لګوي.

حماد اظهر وویل، حکومت د روغتیا وزارت ته اربونه روپۍ ورکوي او د کورونا وایرس وبا پر مهال د ډاکترانو او روغتیاپالانو د خوندیتوب، د طبي سامانونو اخیستو او ولس د خیرښېګڼې لپاره هم اضافي پیسې ورکوي.

حماد اظهر د ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال د اقتصادي سروې د رپورټ مهمې برخې بیان کړې.

دا رپورټ د پاکستان د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شیخ د جون پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خپور کړ او ویې ویل چې د ګټو وفاقي ادارې (فېډرل بیورو اف رېوېنیو، اېف بي ار) د کورونا وایرس تر وبا مخکې د شاوخوا ۴،۷۰۰ اربه روپیو د امدن یا ګټې هدف ټاکلی وو خو د ټولبند او اقتصادونو درېدو له وجې یې ۳،۹۰۰ اربه روپۍ ترلاسه کړې چې تر ۸۰۰ اربه زیاتو روپیو د تاوان ښکارندويي کوي.

د ناخالصه کورني پیداوار وده

حماد اظهر هم د دې رپورټ پر اساس وویل چې حکومت د ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال لپاره د اقتصادي ودې هدف درې فیصده ټاکلی وو خو دا وده منفي ۰.۴ فیصده ته ښکته شوې.

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) البته اټکل کوي چې د پاکستان اقتصاد منفي ۱.۵ فیصده او نړیوال بانک منفي ۲.۶ فیصده تاواني کېدای شي.

د صنعتي چارو وزیر قامي اسمبلۍ ته د بجټ مسودې وړاندې کولو پر مهال وویل، په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې حکومت هڅه کوي چې د ناخالصه کورني پیداوار د ودې کچ ۲.۱ فیصده ته لوړوي.

ده وویل، اوسمهال په هېواد کې د انفلېشن سطح ۹.۱ فیصده ده چې حکومت یې په راتلونکي مالي کال کې ۶.۵ فیصده ته د ښکته کولو هڅه کوي.

د قبایلو پرمختیا ته لومړیتوب

د پاکستان تحریک انصاف سیاستوال او د صنعتي چارو وزیر حماد اظهر وویل، حکومت د ۲۰۲۰-۲۱ز کال په بجټ کې د قبایلي سیمو پرمختیا، هلته د ادارو جوړښت او اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکوي.

ده وویل، حکومت له صوبو سره رابطې زیاتوي چې هغوی قبایلو ته د ۱۰۰ اربه روپیو ورکولو ته راضي کړي.

ده وویل، حکومت د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو او اصلاحاتي بهیر او پرمختیايي چارو لپاره څه د پاسه ۷۰ اربه روپۍ ږدي.

د پاکستان تېر حکومت، پارلېمان او ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې هغه اییني بدلون منظور کړ چې ورسره سم قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا برخه شوې او له هم هغه وخت راهیسې پکې اصلاحاتي بهیر روان دی خو د سیمو اوسېدونکو په بیا بیا د بهیر د ورووالي او د پروژو د نه عملي کېدو ګیله کړې.

اظهر همداراز وویل چې حکومت د افغانستان د بیاودانۍ او بیارغونې چارو لپاره دوه اربه روپي بېلوي.

د بېوزلو مرسته

حماد اظهر په خپله وینا کې څو ځلې د بېوزله خلکو د مرستو او هغوی ته د رعایت ورکولو ذکر وکړ.

ده وویل، حکومت په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې د بېوزلۍ ختمولو لپاره د ۱۳۵ میلیونه روپیو ځانګړې کولو اراده کړې.

پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د مالي ستونزو ښکار دی
پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د مالي ستونزو ښکار دی

ده همداراز وویل چې د "احساس" په نوم د بېوزله کورنیو د مالي مرستو پروژې بودیجه له څه پاسه ۱۸۰ اربه روپیو څخه ۲۰۸ اربه روپیو ته لوړوي او ځوانانو د روزګار، بې وزله خلکو ته د کورونو جوړولو، په یوټېلېټي سټورونو کې د ورځني استعمال پر شیانو د رعایت ترڅنګ بېوزله او مستحقو خلکو ته نورې اسانتیاوې هم برابروي.

اظهر د تعلیم، لوړو زده کړو، د چاپېریال ساتنې، کرنې او نورو څانګو لپاره هم د پیسو ایښودو ذکر وکړ.

د ترهګرۍ تمویل او ناقانونه پیسو ضد هڅې

د پاکستان د صنعتي چارو وزیر د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف اې ټي اېف) ذکر وکړ او ویې ویل چې حکومت د ترهګرۍ تمویل او ناقانونه پیسو مینځلو ضد "زبردست اقدامات" کړي.

اېف اې ټي اېف د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې پاکستان د څار په خړ لېسټ کې ساتلی او ورته یې سپارښتنې کړې دي.

اظهر وویل، حکومت د اېف اې ټي اېف پر ۱۴ سپارښتنو بشپړ، پر ۱۱ یې جزوي عمل کړی او دوه نورې هم عملي کوي.

د پاکستان د صنعتي چارو وزیر حماد اظهر په خپلو خبرو کې وویل حکومت د هېواد دفاع او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.

د ټیکسونو نظام او ای اېم اېف اصلاحات

حماد اظهر وویل، حکومت د ټیکسونو غونډولو په نظام کې اصلاحاتو ته دوام ورکوي چې د بودیجوي تاوان سطح ټیټه کړي او همداراز، د بهرنۍ پانګونې کچ لوړوي چې د هېواد اقتصاد وده وکړي او خلکو ته کاري موقعې پیدا شي.

د ۲۰۱۸ز کال د جولای تر انتخاباتو وروسته چې پاکستان تحریک انصاف واکمن شو او اېتلافي حکومت یې جوړ کړ نو له هغه وخته راهیسې هېواد له لویو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخامخ وو چې د هواري لپاره یې اسلام اباد نه یوازې له چین، سعودي عرب او ځینو نورو هېوادونو څخه په اسانه شرطونو پور واخیست بلکې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ته یې هم مخه کړه او د یو لړ اقتصادي او مالي اصلاحاتو له ژمنې سره سم یې ورسره د درې اربه ډالرو د پور موافقه وکړه.

اظهر زیاته کړه چې حکومت په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې د ای اېم اېف پر اصلاحاتي پروګرام عمل ته ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG