د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف تر جون پورې پاکستان خړ لېسټ کې ساتي


اېف اې ټي اېف وايي پاکستان په ځینو برخو کې اقدامات کړي

پاریس – د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) پاکستان ته د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو د مخنیوي لپاره د جون تر میاشتې وخت ورکړی او تر هغې پورې یې د څار په خړ لېسټ کې د ساتلو پرېکړه کړې.

پاریس مېشتې ادارې اېف اې ټي اېف د فبرورۍ پر ۲۱مه د شاوخوا یوې اوونۍ د عمومي غونډې په پای کې د مشال راډیو په ګډون، رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د پاکستان "سیاسي ژمنتیا" د ترهګرۍ تمویل او د پیسو مینځلو (مني لانډرېنګ) په اړه په یو شمېر برخو کې پرمختګ کړی دی.

خو په عین حال کې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې پر اسلام اباد غږ کړی چې که د ۲۰۲۰ز کال تر جون پورې یې د ټولو "اقداماتو پلان" عملي نه کړ نو "پر ضد به یې کارروايي" وکړي چې پکې "پر غړو هېوادونو" له پاکستان سره خپلو"کاروباري او مالي اړیکو" ته د "ځانګړې توجه ورکولو" سپارښتنه هم شاملېدای شي.

د اېف اې ټي اېف عمومي غونډه پاریس کې وشوه
د اېف اې ټي اېف عمومي غونډه پاریس کې وشوه

اېف اې ټي اېف د ۲۰۱۸ز کال په جون کې پاکستان د څار خړ لېسټ ته اچولی وو.

په همدې حال کې پاکستان ویلي چې د اېف اې ټي اېف له غوښتنو سره یې سم عملي اقدامات او مثبت پرمختګ کړی دی.

د پاکستان موجوده حکومت سنجیده کوششونه کړي او له خړ لېسټه یې د وتلو لپاره ګڼ اقدامات هم پورته کړي.
طاهر شېرانی

اېف اې ټي اېف هم د فبرورۍ له ۱۶مې څخه تر ۲۱مې پورې په عمومي غونډه کې د پاکستان د "پام وړ اقداماتو" یادونه کړې او وايي پاکستان د ترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو او د ناقانونه پیسو سپینولو په لړ کې له ۲۷ مواردو څخه په ۱۴ کې "تر ډېره بریده" کار کړی خو په نورو کې یې د "بېلا بېلو سطحو" پرمختګ ښوولی دی.

اېف اې ټي اېف وايي، پاکستان ته ورکړې "ټولې نېټې پای ته رسېدلي" نو ځکه "له مهالوېش سره سم په اقداماتو کې د پاتې راتګ" له وجې یې د "اندېښنې" په څرګندولو پر اسلام اباد غږ کړی چې "په چټکۍ" خپل پلان عملي کړي.

د پاکستان دریځ

هلته د پاکستان د مالي چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې اېف اې ټي اېف یې په عمومي غونډه کې اقدامات ستایلي.

بیان وايي، یادې ادارې اسلام اباد ته تر جون پورې د خپل پلان عملي کولو وخت ورکړی دی.

پاکستان وايي، په دې موده کې به د پلان پاتې برخې هم عملي کړي.

د اېف اې ټي اېف د څار په خړ لېسټ کې کوم هېوادونه شامل دي او په کومو وجوهاتو یې پکې ساتي؟ په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي دا پوښتنه داسې راځواب کړه:

"په خړ لېسټ کې هغه ملکونه وي چې [لومړی] د ترهګرۍ ملاتړ کوي، دویم، له ترهګرو سره مالي مرسته کوي او درېیم ترهګر روزي."

چین د پاکستان ملاتړ کوي

چین چې اوسمهال د اېف اې ټي اېف یو کلنه مشري کوي، د بهرنیو چارو وزارت یې د فبرورۍ ۲۱مې پر سهار، پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې پاکستان د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په لړ کې "خورا زیاتې هڅې" کړې دي او د یادې ادارې ځینو غړو هېوادونو دا خبره منلې ده.

په بیان کې راغلي چې بیجنګ او نور هېوادونه به په دې برخه کې د اسلام اباد مرستې ته دوام ورکوي.

د شنونکو نظر

په اسلام اباد کې شنونکی هارون رشید وايي، تر هغو چې پاکستان له اېف اې ټي اېف سره همکاري کوي، د بندیزونو تور لېسټ ته نه شاملېږي:

"په پاکستان کې راکړه ورکړه زیاتره په نقدو کې کېږي. په نقدو [پیسو] کې دا مسله وي چې [پته نه لګي چې هغه پیسې] په درغلیو کې استعمالېږي یا په ترهګرۍ کې. د اېف اې ټي اېف همدا کوشش دی د دې هېواد اقتصاد [رسمي] شي."

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبریال طاهر شېرانی وايي، پاکستان ته نور وخت ورکول یو مثبت کار دی:

"د پاکستان موجوده حکومت سنجیده کوششونه کړي او له خړ لېسټه یې د وتلو لپاره ګڼ اقدامات هم پورته کړي، همدا وجه ده چې پاکستان په تور لېسټ کې شامل نه شو."

اېف اې ټي اېف پر داسې مهال د څار په خړ لېسټ کې د پاکستان د ساتلو فیصله کړې چې د فبرورۍ پر ۱۲مه، د لاهور یوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ترهګرۍ تمویل په دوو قضیو کې مجرم وګرځاوه او ورته یې د بند سزا واوروله.

پر سعید او لشکر طیبه وسله والې ډلې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د ترهګر برید پلانولو تور دی چې پکې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي ول. سعید پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي.

XS
SM
MD
LG