د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان بجټ: کووېډ-۱۹ وبا اقتصاد "تاواني" کړی


شیخ وویل ټولبند اقتصاد خورا زیات اغېزمن کړی
شیخ وویل ټولبند اقتصاد خورا زیات اغېزمن کړی

اسلام اباد - د پاکستان حکومت د جون پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال بجټ په داسې حال کې وړاندې کوي چې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند یې اقتصاد ځپلی دی او د هېواد پیداواري نظام یې تقریباً په ټپه درولی دی.

د جون پر ۱۱مه د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار ډاکتر عبدالحفیظ شیخ د ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال اقتصادي سروې رپورټ وړاندې کړ چې پکې راغلي چې زیاتره څانګې تاواني شوي، البته په ځینو برخو کې اقتصادي هلې ځلې ښه وې خو ټاکلې موخې یا هدفونه یې ترلاسه نه کړای شول.

په پاکستان کې عموماً د ختمېدونکي مالي کال اقتصادي رپورټ د بجټ تر وړاندې کولو یوه ورځ مخکې خپرېږي.

دا رپورټ د راتلونکي مالي کال د بجټ لپاره د اټکل او لومړیتوبونو لپاره کارېږي.

په پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ پیلېږي او د جون پر ۳۰مه پای ته رسي.

حفیظ شیخ په اسلام اباد کې د اقتصادي رپورټ وړاندې کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، د ګټو وفاقي ادارې (فېډرل بیورو اف رېوېنیو، اېف بي ار) د کورونا وایرس تر وبا مخکې د شاوخوا ۴،۷۰۰ اربه روپیو د امدن یا ګټې هدف ټاکلی وو خو د ټولبند او اقتصادونو درېدو له وجې یې ۳،۹۰۰ اربه روپۍ ترلاسه کړې چې د ۸۰۰ اربه روپیو د تاوان ښکارندويي کوي.

شیخ وویل، د کرنې څانګې وده مثبته وه خو ټاکلی هدف یې پوره نه کړای شو
شیخ وویل، د کرنې څانګې وده مثبته وه خو ټاکلی هدف یې پوره نه کړای شو

د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار وویل، د کورونا وایرس تر جهاني وبا او ټولبند مخکې د پاکستان اقتصاد د ښه والي په حال کې وو.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۰ز کال د مارچ له نیمايي څخه د مې د لومړۍ اوونۍ ترپایه ټولبند کړی وو او د مې له نهمې څخه یې د نرمولو عمل پیل کړ.

د ۲۰۱۸ز کال د جولای تر انتخاباتو وروسته چې پاکستان تحریک انصاف واکمن شو او اېتلافي حکومت یې جوړ کړ نو له هغه وخته راهیسې هېواد له لویو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخامخ وو چې د هواري لپاره یې اسلام اباد نه یوازې له چین، سعودي عرب او ځینو نورو هېوادونو څخه په اسانه شرطونو پور واخیست بلکې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ته یې هم مخه کړه او د یو لړ اقتصادي او مالي اصلاحاتو له ژمنې سره سم یې ورسره د درې اربه ډالرو د پور موافقه وکړه.

د وبا د اغېز پوره اټکل نشي کېدای

شیخ وویل، جهاني وبا د پاکستان اقتصادي وده خورا زیاته اغېزمنه کړې.

ده وویل، دا ډېره ګرانه ده چې پر اقتصاد د کورونا وایرس د وبا او د ټولبند د اغېز پوره پته ولګي خو اټکل دا دی چې د پاکستان ناخالصه کورنی پیداوار د شاوخوا ۳،۰۰۰ اربه روپیو تاوان کولای شي.

حکومت د ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال لپاره د اقتصادي ودې هدف درې فیصده ټاکلی وو خو دا وده منفي ۰.۴ فیصده ته ښکته شوې.

شیخ البته وویل چې د کرنې څانګې ۲.۶۷ فیصده وده کړې خو د ۳.۵ فیصده ټاکلی هدف یې پوره نه کړای شو.

شیخ وویل، صنعتي څانګې هم د ټاکلې ۲.۳ فیصده ودې پر ځای تاوان کړی او د خدماتو څانګې وده هم د ۴.۸ فیصده هدف پر ځای منفي ۳.۴ فیصده وه.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا او ټولبند له وجې په راتلونکي مالي کال کې د اقتصاد پراخېدو پرځای د منفي ۰.۴ فیصده تاوان اټکل کړی خو د پیسو نړیوال صندوق په ناخالصه کورني پیداوار کې د منفي ۱.۵ فیصده او نړیوال بانک د منفي ۲.۶ فیصده تاوان اندازې لګولې دي.

شیخ وویل، دا په سمدستي توګه ګرانه ده چې د دې اقتصادي تاوان له وجې په پاکستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د زیاتېدو سم اټکل وشي.

د پاکستان د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شیخ د راتلونکي مالي کال بجټ ته د کورونا بودیجې نوم ورکړ او زیاته یې کړه، حکومت هڅه کوي چې د وبا له وجې اقتصاد او ولس ته د اوښتي تاوان پوره کولو هڅې وکړي او اقتصادي بیارغونې ته مخه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG