د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس د اومېکرون بڼې ۷۵ پېښې ثبت شوي


په کراچۍ کې یو روغتیاپال د یوې ماشومې له پوزې مایع اخلي چې د کورونا وایرس معاینه وکړي - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې یو روغتیاپال د یوې ماشومې له پوزې مایع اخلي چې د کورونا وایرس معاینه وکړي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د روغتیاملي مرکز (نیشنل انسټيټیوټ اف هېلت) وايي، په ټول هېواد کې د کورونا وایرس د اومېکرون بڼې ۷۵ پېښې ثبت شوې دي.

دې مرکز د ډېسېمبر پر ۲۸مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) له سپارښتنو سره سم، د صحت ټولې ادارې باید د اومېکرون بڼې پېښې وڅاري.

په بیان کې راغلي چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه په پاکستان کې د اومېکرون بڼې لومړۍ پېښه په کراچۍ کې ثبت شوه.

د روغتیا ملي مرکز وايي، د ډېسېمبر تر ۲۷مې پورې په پاکستان کې د اومېکرون بڼې ۷۵ پېښې ثبت شوې دي چې پکې ۳۳ په کراچۍ، ۱۷ په اسلام اباد او ۱۳ پېښې په لاهور کې ثبت شوې دي. مرکز د پاتې وړجنو کسانو سیمې نه دي ښوولي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) خبرداری ورکړی چې د کورونا وایرس اومېکرون بڼه کولای شي چې په نړۍ کې پر هسپتالونو بار زیات کړي. سازمان دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۸مه په داسې حال کې کړې چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې د وایرس له نوې بڼې د سختې ناروغۍ کچ خورا ټیټ برېښي.

اومېکرون بڼه په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه چې له هغه وخت راهیسې یې په یوشمېر هېوادونو کې پېښې ثبت شوې دي.

هلته په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې ویلي دي چې د ډېسېمبر ۲۹مې تر سهاره په هېواد کې د کووېډ-۱۹ټولې ۳۴۸ پېښې ثبت شوې دي. ووبپاڼه وايي، له ناروغۍ څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ کسان مړه شوي دي. خو په هغه هېواد کې د اګست تر میاشتې وروسته د کورونا وایرس پېښې په دوامداره ډول ټیټې شوې دي.

له حکومتي ارقامو سره سم، د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د جهاني وبا له پیل راهیسې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس شاوخوا ۱۳ لکه پېښې ثبت شوې دي. په پاکستان کې تر اوسه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۲۸،۹۱۸ کسان مړه شوي خو تر ۱۲ نیم لکه زیات کسان ورڅخه رغېدلي هم دي.

په عین وخت کې په هغه هېواد کې واکسیني بهیر هم روان دی. له حکومتي ارقامو سره سم، هلته د ډېسېمبر تر ۲۹مې پورې تر ۶۸ نیم مېلیونه زیات کسان واکسین شوي دي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ټوله ابادي څه باندې ۲۱۳ میلیونه ده.

XS
SM
MD
LG