د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب د پاکستان په ګډون پر شپږو هېوادونو د پروازونو لګول شوي بندیزونه لري کړ


د پي ای اې الوتکه پر اسلام اباد هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې. ۲۰۰۷، ۱۰م سېپټمبر
د پي ای اې الوتکه پر اسلام اباد هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې. ۲۰۰۷، ۱۰م سېپټمبر

سعودي عرب د پاکستان په ګډون له شپږو هېوادونو څخه د مستقیمو پروازونو لګول شوی بندیز د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه لرې کړ.

د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې او د پاکستان سرکاري راډیو پر خپلو ویبپاڼو د دې خبر په پخلي کولو سره لیکلي چې د اندونیشیا، برازیل، ویتنام، مصر، هند او پاکستان څخه اوس سعودي عرب ته مستقیمې الوتنې ترسره کېدای شي.

سعودي حکومت د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د کورونا د مخنیوي په خاطر له یادو شپږو هېوادونو څخه په مستقیمو پروازونو بندیز لګولی وو.

د بندیز پر مهال به د یادو شپږو هېوادونو مساپر مجبوره ول چې سعودي ته له داخلېدو وړاندې، لومړی په درېیم هېواد کې ۱۴ ورځې تېرې کړي خو اوس دا شرط لرې کړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG