د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د اومېکرون بڼې له وجې پر روغتونونو بار زیاتېدای شي


اومېکرون بڼه په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه چې له هغه وخت راهیسې یې په یوشمېر هېوادونو کې پېښې ثبت شوې دي - انځور له ارشیفه
اومېکرون بڼه په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه چې له هغه وخت راهیسې یې په یوشمېر هېوادونو کې پېښې ثبت شوې دي - انځور له ارشیفه

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورونا وایرس اومېکرون بڼه کولای شي چې په نړۍ کې پر هسپتالونو بوج (بار) زیات کړي.

سازمان دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۸مه په داسې حال کې کړې چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې د وایرس له نوې بڼې د سختې ناروغۍ کچ خورا ټیټ برېښي. اومېکرون بڼه په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه چې له هغه وخت راهیسې یې په یوشمېر هېوادونو کې پېښې ثبت شوې دي.

چین او ډېریو اروپايي هېوادونو د پېښو د قابو کولو لپاره بیا محدودیتونه عملي کړي دي. په عین حال کې د ډېسېمبر ۲۴مې راهیسې په نړۍ کې شاوخوا ۱۱،۵۰۰ پروازونه لغوه شوي دي. هوايي شرکتونه یې وجه په اومېکرون بڼې د الوتکو د کارکوونکو وړجنېدل یادوي. هوايي شرکتونه همداراز وايي، د الوتکو ډېری کارکوونکي تر هغې وروسته قرنطین شول چې په ګومان یې له وړجنو کسانو سره یې مخامخ رابطه شوې وه.

په فرانسه، اېټالیا، پرتګال او برتانیا کې د مسیحیانو د اختر یعنې کرسمس تر چوټيو (رخصتیو) وروسته هره ورځ تازه پېښې ثبتېږي. په امریکا کې هم په تېرو دوو اوونیو کې د کورونا وایرس پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي چې لامل یې د اومېکرون بڼې خپرېدل، په ناواکسینه شویو کې د ناروغۍ زیاتې پېښې او ان په بشپړ ډول د واکسین شویو کسانو وړجنېدل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا د څانګې یوې چارواکې کیترین سمالووډ خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې واکسین شوي نه دي پکې په چټکۍ د اومېکرون د خپرېدو په نتیجه کې به په هسپتالونو کې د بسترېدونکو مریضانو شمېر زیات شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG