د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو پر ایران د پخوانیو بندیزونو بیا لګولو لپاره امنیت شورا رسماً خبروي


پامپېو هیله وښوده چې پر ایران به بندیزونه پخواني حالت ته ستانه شي - د ۲۰۱۹ز کال انځور
پامپېو هیله وښوده چې پر ایران به بندیزونه پخواني حالت ته ستانه شي - د ۲۰۱۹ز کال انځور

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اګست پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا رسماً خبره کړي چې واشنګټن غواړي پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو بهیر بیا پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۹مه ویلي چې د مایک پامپېو تر دې اقدام ۳۰ ورځې وروسته به "پر ایران د ملګرو ملتونو یو لړ بندیزونه بیا ولګېږي."

په دې کې پر ایران د وسلو د راکړې ورکړې بندیز غځول هم شامل دی.

تر هغې وروسته چې تېره اوونۍ په امنیت شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز غځولو امریکايي پرېکړه لیک ناکامه شو، اټکل کېده چې پامپېو به د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته ورشي.

پامپېو د اګست پر ۱۹مه له امریکايي فاکس نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې اطمینان وښود چې پر ایران به بندیزونه پخواني حالت ته ستانه شي.

ده وویل، که چین یا روسیې یې د اقدام مخه ونیوله نو دواړه به مسوول (ذمه وار) وګرځوي.

د پامپېو په خبره، که چین او روسیې پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو له بیا لګولو انکار وکړ نو امریکا به یې د بندیزونو له لارې په نښه کړي.

تېره اوونۍ چې کله امریکا پر ایران د وسلو د بندیز غځولو قرارداد وړاندې کړ نو ډومېنکن جمهوریت یې ملاتړ خو د امنیت شورا دایمي غړو چین او روسیې یې مخالفت وکړ او د واشنګټن اروپايي متحدانو په ګډون ۱۱ هېوادونو له سره خپله رایه و نه کاروله.

تر دې وروسته امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، هڅه کوي چې پر ایران ټول پخواني بندیزونه بیاولګوي.

ټرمپ وویل دا هڅه په ۲۰۱۵ز کې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ له اټومي موافقې سره سم کوي.

خو د اګست پر ۱۶مه تهران او اروپايي ټولنې د نوموړي پلان رد کړ او ویې ویل چې امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له اټومي موافقې ووته نو ځکه دا حق نه لري چې د موافقې هغه برخه عملي کړای شي چې د بندیزونو پخواني حالت ته د ستنولو خبره پکې شوې.

واشنګټن دعوه کوي چې اوس هم د موافقې برخه دی ځکه چې د تړون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک برخه وو نو ځکه کولای شي چې پخواني بندیزونه بیا ولګوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG