د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران او اروپايي ټولنې پر ایران د بندیزونو پخواني حالت ته د ستنولو پلان رد کړ


جواد ظریف او جوزف بورېل دواړو ویلي چې امریکا اوس له ایران سره د هېوادونو د اټومي موافقې برخه نه ده
جواد ظریف او جوزف بورېل دواړو ویلي چې امریکا اوس له ایران سره د هېوادونو د اټومي موافقې برخه نه ده

تهران او اروپايي ټولنې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري په ملګرو ملتونو کې پر ايران د بندیزونو پخواني حالت ته د ستنولو او بیا لګولو پلان رد کړی دی.

ټرمپ دا هڅه په ۲۰۱۵ز کې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ له اټومي موافقې سره سم کوي.

د ايران دولتي رسنيو د اګست پر ۱۶مه د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له قوله ويلي چې امريکا له تړونه وتلې ده او واشنګټن پوهېږي چې د بنديزونو ستنول عملي کول د ده په وينا، ناقانونه کار دی نو ځکه دا هېڅ د منلو وړ نه دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د مشر وياندې جوزف بورېل هم د اګست پر ۱۶مه ويلي چې په داسې حال کې چې امريکا په ۲۰۱۸ز کال کې له موافقې وتلې نو ځکه یې اوس برخه نشي بلل کېدای.

واشنګټن دعوه کوي چې اوس هم د موافقې برخه دی ځکه چې د تړون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک برخه وو نو ځکه کولای شي چې پخواني بندیزونه بیا ولګوي.

تهران او اروپايي ټولنې دا غبرګون تر هغې وروسته ښوولی چې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، په ملګرو ملتونو کې پر ایران د لګول شويو بنديزونو پخواني حالت ته د ستنېدو هڅه کوي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د اګست پر ۱۵مه له هغه يوه ورځ وروسته خبريالانو ته کړې دي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا لخوا پر ايران د وسلو بنديز غځولو پرېکړه ليک رد کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG