د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر چین د بندیزونو لپاره قانون او اجراییوي امر لاسلیک کړ


خبریالان د هانګ کانګ د ملي امنیت نوي قانون پلي کوونکې ادارې انځورونه اخلي

واشنګټن - امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر چین د بندیزونو لګولو لپاره یوه قانوني مسوده او اجراییوي (انتظامي) امر لاسلیک کړی دی.

دا اقدام د هانګ کانګ په کورواکۍ کې د چین د "ځپونکي" مداخلت په غبرګون شوی دی.

ټرمپ د جولای پر ۱۴مه، په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل، د اجراییوي امر په لاسلیک یې له هانګ کانګ سره د سوداګرۍ امتیاز پای ته ورساوه.

په جون کې په هانګ کانګ کې د چین له لوري د ملي امنیت نوي قانون تر لاګو کولو وروسته د واشنګټن او بیجنګ اړیکي ترینګلي شوي دي.

ترمپ وویل، له هانګ کانګ سره ځانګړي تجارتي اړیکي ختموي
ترمپ وویل، له هانګ کانګ سره ځانګړي تجارتي اړیکي ختموي

ټرمپ وویل، هانګ کانګ ته نور ځانګړي امتیازات نه ورکوي، ځانګړی اقتصادي چلند به نه ورسره کوي او نه به هم حساسه ټېکنالوجي ورلېږدوي بلکې هغسې چلند به ورسره کېږي چې امريکا يې له چين سره کوي.

ټرمپ زياته کړه چې هغه د هانګ کانګ د کورواکۍ په اړه هغه قانوني مسوده هم لاسليک کړه چې د جولای په لومړيو کې کانګرس په پراخ اکثريت منظوره کړې وه.

دا قانون پر هغو چينايي چارواکو او د هانګ کانګ د پولیسو پر هغو چارواکو بندیزونو لګولو ته اجازه ورکوي چې په هانګ کانګ کې د چين د ملي امنيت قانون پلی کوي.

هانګ کانګ د نړۍ له لویو سوداګریزو او کاروباري مرکزونو څخه یو ګڼل کېږي.

د امريکا دغه قانون پر هغو بانکونو هم د بندیزونو لګولو اجازه ورکوي چې له هغو کسانو سره راکړه ورکړه کوي چې د هانګ کانګ کورواکي زیانمنوي او کمزورې کوي. د

چين نوی قانون د "يو هېواد، دوه نظامه" هغه چوکاټ او جوړښت له منځه وړي چې له مخې يې برتانيې په ۱۹۹۷ز کال کې هانګ کانګ چين ته وسپاره.

له هغه وخت راهیسې هانګ کانګ ځانګړی انتظامي حیثیت او نظام لاره.

په هانګ کانګ کې د دې قانون پر ضد جمهوریت پلویو ډلو پراخې مظاهرې کړې دي.

بیجنګ د دې قانون په اړه د امریکا غبرګون او ګامونه په کورنیو چارو کې مداخله بللې.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG