د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هانګ کانګ پولیسو او مظاهرچیانو ترمنځ شخړه


پولیسو او مظاهرچیانو ترمنځ نښتې.
پولیسو او مظاهرچیانو ترمنځ نښتې.

د هانګ کانګ پولیسو په زرګونو هغو پرامنه مارچ کونکیو اوبه پاشلي او د مرچکو سپرې یې پرې کړې چې د جولای پر لومړۍ نېټه دغلته د برتانوي راج د ختمېدو ۲۳مې کلیزې لمانځلو لپاره راغونډ شوي وو.

پولیسو دا کاروایي د نوي قانون ترمخه کړې چې د جولای د لوموړۍ نېټې عملي شوی او ترمخه یې یو تن ته د عمر بند سزا هم کېدلای شي.

امریکا دا په چین کې د ازادۍ لپاره د خپګان ورځ بللې ده.

د هانګ کانګ پولیسو پر فېسبوک ویلي دوی په مختلفو تورونو د ۷۰ زیات کسان نیولي دي.

دغه کسان په داسې وخت نیول شوی دي چې دوی پر دغه سیمه په ۱۹۹۷م کال کې د برتانیایي راج د ختمېدو وروسته چین ته د ورسپارلو کلیزه لمانځله.

پر مارچ کونکیو تور دی چې په غېر قانوني توګه دغلته راجمه شوي وو.

دا لومړی ځل دې چې په جمهوري توګه د خلکو پر داسې را یو ځای کېدو بندیز لګول شوی دی.

د هانګ پولیسو د نوي قانون ترمخه د دغه پروګرام د پېل څو ساعته وروسته لومړی هغه تن ونیوو چې د هانګ کانګ د ازادۍ بېرغ یې نیولی وو.

د هانګ پولیسو په خپله ټویټر پاڼه د دغه تن عکس خپور کړی دی چې په لاس کې یو داسې بېرغ نیولې چې پرې د هانګ کانګ ازادۍ په حق کې نعرې لیکل شوي دي.

خو پر ټولنیزو رسنیو ځینو خلکو د دغه نیول شوي تن له عکس سره پر نوي قانون تنقید کړی او وایي چې پر بېرغ لیکل شوې خبره پولیسو بدله کړې ده.

XS
SM
MD
LG