د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرنايي‌ د کویلې په کان کې اووه کان کېندونکي وژل شوي‌


په پاکستان کې د کویلې د کانونو د انتظام لپاره اوس هم د ۱۹۲۳م کال هغه قانون کارول کېږي چې په هغه وخت کې پر سیمه واکمن انګریز سرکار جوړ کړی وو. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې د کویلې د کانونو د انتظام لپاره اوس هم د ۱۹۲۳م کال هغه قانون کارول کېږي چې په هغه وخت کې پر سیمه واکمن انګریز سرکار جوړ کړی وو. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان په هرنايي ضلع کې په کان کې د اور لګېدو له امله اووه کان کېدونکی وژل شوي دي.

د پاکستان سېنټرل ماين لېبر فېډرېشن مشر سلطان لالا د مارچ پر ۱۶ مه مشال راډیو ته وويل چې د هرنايي په تور غر سيمه کې کان کېدونکي د کولې په رااېستلو بوخت وو چې هلته اور ولګېد.

د ده په وينا، کان کېدونکې د مارچ پر ۱۶مه سهار له کان څخه را اېستل شوي چې ډېر سوځېدلي دي.

د هرنايي ډپټي کمشنر سهيل انور هاشمي هم مشال راډیو ته د پېښې تصديق کړی دی. وژل شوي کسان له پشپن او افغانستان سره تړاو لري.

ده وویل، "د داسې پېښو د مخنیوي په اړه مې څو ځله د کویلې یا ماینونو محکمې ته لیک لېږلی دی چې د کان کېدونې په اړه پر لارښوونو عمل باوري کړي."

ده وویل چې په ځانګړې توګه د کویلې کانونو مالکانو ته په کار ده چې د کان کېدونکو د خوندیتوب لپاره پر لارښوونو پوره عمل وکړي.

نوموړي وویل چې که څه هم په دې اړه کار روان دی خو د ده په وینا سیمه ډېره پراخه ده.

د کان کېدونکيو اتحاديه پر مالکانو تور پورې کوي چې په کانونو کې له حکومتي لارښوونو سره سم سهولتونه نه ورکوي چې له کبله ېي دغسې پېښې کېږي.

په بلوچستان کې د سکرو یا کویلې په کانونو کې په دوامداره توګه داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

د تر دې تازه پېښه وړاندې په مارواړ سیمه کې هم په یوه کان کې له چاودنې شپږ کانکیدونکې وژل شوي وو.

د مزدورانو اتحاديه وايي چې سږکال تراوسه پورې په کانونو کې ۶۰ کان کېدونکي وژل شوي دي.

په بلوچستان کې په ۲۰۲۰م کال کې د کویلې په بیلا بیلو کانو کی د ورته پېښو په نتیجه کې ۲۰۸ کان کیدونکي وژل شوي وو.

په وژل شویو کې زیاتره کسان د خیبر پښتونخوا د سوات، شانګلې او افغانستان وو.

په پاکستان کې د کویلې د کانونو د انتظام لپاره اوس هم د ۱۹۲۳م کال هغه قانون کارول کېږي چې په هغه وخت کې پر سیمه واکمن انګریز سرکار جوړ کړی وو.

د هغه قانون له مخې که چېرې د ماین د مالک د غفلت او لاپرواهۍ له کبله کومه پېښه رامنځ ته کېږي‌ نو د هغه لپاره ۲۰ زره جرمانه ټاکل شوې ده.

د کویلې په کانونو کې د کارکوونکو د اتحادیې مشران غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې اړه نور قانون جوړ کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG