د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیپال کې د الوتکې پرېوتو پېښه کې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۶۸ ته رسېدلی


ګڼو مرستندویه کارکوونکو د پېښې په ځای کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی - د جنورۍ ۱۵مې انځور.
ګڼو مرستندویه کارکوونکو د پېښې په ځای کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی - د جنورۍ ۱۵مې انځور.

چارواکي وايي، په نیپال کې د یوې مساپر وړونکې الوتکې پرېوتو په پېښه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو ویلي چې د هغه هېواد د هوايي چلند ادارې د جنورۍ ۱۵مې په پېښه کې د لږترلږه ۶۸ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.

اژانسونه وايي چې په الوتکه کې د عملې په ګډون ټول ۷۲ کسان سپاره ول.

په پېښه کې د نورو مساپرو د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه شته او د یوشمېر کسانو لټون روان دی.

د هوايي چلند اداره وايي چې د یتي هوايي شرکت الوتکه د نیپال پر وخت سهار ۱۰ نیمې بجې له پلازمېنې کټمنډو څخه والوته او د هېواد لویدیځ پوخارا ښار ته تر رسېدو مخکې د پېښې ښکار شوه.

د الوتکې د لوېدو لامل معلوم نه دی خو د ادارې ویاند جګن نات نیرولا رسنیو ته ویلي دي چې د پرواز پر مهال اسمان شین وو او موسم ښه وو.

د هوايي چلند ادارې په یوه بیان کې ویلي وايي چې الوتکې سهار پر ۱۰ بجو او ۵۰ دقیقو (منټونو) د سیټي سیند له درې څخه د پوخارا له هوايي ډګر سره رابطه وکړه "او بیا ولوېده."

د سیمې یوه اوسېدونکی وايي، د الوتکې نیمه برخه پر غونډې او نیمه یې له سیند سره نېږدې په تنګه دره کې پرته ده - د جنورۍ ۱۵مې انځور.
د سیمې یوه اوسېدونکی وايي، د الوتکې نیمه برخه پر غونډې او نیمه یې له سیند سره نېږدې په تنګه دره کې پرته ده - د جنورۍ ۱۵مې انځور.

د نیپال بیړنیو چارو او ژغورنې ادارو چارواکي او کارکوونکي د پېښې ځای ته ورسېدل او مرستندویه چارې یې پیل کړې.

د نیپال پر ټېلېوېژنونو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پرېوتې الوتکې له برخو لمبې خېژي او ګڼ ژغورونکي هغه ځای ته ورغونډ شوي دي.

یوه پولیس افسر اجې کې سي رسنیو ته وویل، "په الوتکه اور بل دی" او ژغورونکي په عملیاتو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

یوه ځايي اوسېدونکي ارون تامو رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د الوتکې نیمه برخه "پر غونډۍ" او بله هغه یې "له سیند سره نېږدې په تنګه دره" کې پرېوتې ده.

دا له ۱۹۹۲ کال راهیسې په نیپال کې د الوتکې تر ټولو خونړۍ پېښه ده. په هغه کال کې د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي ای اې) یوه الوتکه کټمنډو ته پر لاره ولوېده چې پکې سپاره ټول ۱۶۷ کسان ووژل شول. هغه د نیپال په تاریخ کې د الوتکو پرېوتو تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.

له دې پرته د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې د بنګلادېش له پلازمېنې ډاکې څخه ورغلې یوه الوتکه له کټمنډو سره نېږدې ولوېده چې پکې له سپرو ۷۱ څخه ۵۱ کسان ووژل شول.

رویټرز اژانس وايي چې له ۲۰۰۰ز کال راهیسې په نیپال کې د الوتکو او هېلېکاپټرو پرېوتو په پېښو کې لږترلږه ۳۰۹ کسان وژل شوي دي.

نیپال د هېمالیا غرونو په لمن کې پروت هېواد دی چې پکې د نړۍ د تر ټولو لوړې څوکې اېورسټ، د نړۍ ۱۴ لوړ غرونه پراته دي.

اژانس فرانس پرېس او نورې رسنۍ وايي، د نیپال هوايي چلند په وروستیو کلونو کې وده کړې خو لا هم د عملې د ناکافي روزنې او د وسایلو د ساتنې په برخه کې ستونزې د نیپال د هوايي شرکتونو د کمزورۍ لامل بلل کېږي.

اروپایی ټولنې د خوندیتوب د نه شتوالي له کبله د نیپال ټولې الوتکې له خپل فضایي حریمه منع کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG