د لاسرسي ځای

تازه خبر

کټمنډو کې الوتکه لوېدلې، ګڼ کسان وژل شوي


نن د نيپال د کټمنډو په نړيوال هوايي مېدان کې یوه الوتکه د کوزېدو پر مهال غورځېدلې او ۲۷ کسان پکې مړه شوې دي. د يو بنګله دېشې کمپنۍ يا شرکت دا الوتکه له ډاکې څخه تللې وه. په دې الوتکه کې ۷۱ کسان سپاره ول او د رپورټونو ترمخه لږ تر لږه ۱۷ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د نیپال پوځ وياند، ګوکل بنډاري نن خبريالانو ته وويل چې، د چا د بچ پاته کېدو چانس ډېر کم دی ځکه چې په الوتکه کې اور لګېدلی وو او سخته سوځېدلې ده.

بلخوا د اتوار په ورځ یوه شخصي ترکۍ جېټ الوتکه چې له متحده عربي اماراتو استنبول ته په لار وه، د ایران په جنوب غرب کې نسکوره شوې چې په پایله کې یې په الوتکه کې سپاره ۱۱ کسان له وژل شوي دي.

د ایران سرکاري تلویزون د هېواد د بېړني مدیریت ادارې د مشر مجتبا خالدي له خولې خبر ورکوي، الوتکه چې د مارچ په ۱۱مه، له شارجې استنبول ته روانه وه،د خرابې هوا له وجې په کرد ښار کې له یوهغره سره ټکر خوړلی او بیا یې اور اخېستی دی.

اسنا خبري اژانس وايي په الوتکه کې د عملې درې کسان هم سپاره وو چې هغه هم وژل شوي دي.

د ترکي د سره صلیب ادارې مشر خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې په الوتکه کې اته مساپر وژل شوي دي. کریم کنیک وايي، په مسافرو کې لږ تر لږه یو تن د حسین باسران په نوم د یوې تجارې کورنۍ غړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG