د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ښځو د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنې ښوولي


د ننګرهار د ښځو چارو په ریاست کې مېرمنو له طالبانو او افغان حکومته د سولې د خبرو بیا پیلولو غوښتنه وکړه- د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.
د ننګرهار د ښځو چارو په ریاست کې مېرمنو له طالبانو او افغان حکومته د سولې د خبرو بیا پیلولو غوښتنه وکړه- د ۲۰۲۱ز کال د جون شپږمې انځور.

د ننګرهار لسګونه مدني فعالانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړو او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او له طالبانو او افغان حکومته یې د سولې د خبرو پیلولو غوښتنه کړې.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې پیل شوې خو له ډېسېمبر راهیسې درېدلې دي او د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د درېدلو خبرو د پېليدو په هيله بيا دوحې ته په سفر دی.

د ننګرهار مدني فعالانې د جون پر شپږمه د ښځو چارو ریاست ته ورغلې وې او هلته یې په خبرو کې وویل چې د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب غواړي.

د غونډې یوې ګډونوالې زرمینې مشال راډیو ته وویل، د جګړو د شدت له وجې ښځې نشي کولای چې په ډاډه زړه د کار ځای ته ورشي. " کورنۍ زړه نه ښه کوي چې خپلې لوڼه ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولېږدوي. په دې خاطر چې شرایط بیخي سخت شوي. د مېرمنو ژوند سخت شوی دی. جګړې د مېرمنو پر ژوند ډېر منفي تاثیرات غورځولي. تر ډېره مېرمنې له خپلو کاري ساحو ليرې دي."

کورنۍ زړه نه ښه کوي چې خپلې لوڼه ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولېږدوي.
زرمینه

د ننګرهار د ښځو چارو مشره فتانه عزیز وایي، دوی د ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې او غوښتنو په تړاو پروګرامونه کړي.

نوموړې ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې "د مېرمنو حق باید پایمال نه شي. د څو کلونو په لاسته راوړنې يې په پام کې ونیول شي. ځکه چې مېرمنو څو پرله پسې کلونه هڅې کړي او لاسته راوړنې يې لرلي دي. دا لاسته راوړنې باید د نړیوالو مخې ته کښېښودل شي."

د ننګرهار ښځو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جون پر شپږمه کابل ته ورسېد. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به د قطر په ګډون د سیمې په هېوادونو کې له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر غږېږي.

وزارت د جون پر پینځمه په بیان کې ویلي، خلیلزاد به په دوحه کې دواړه لوري وهڅوي چې يو داسې سياسي جوړجاړي ته ورسېږي چې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

په اپرېل کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن تر اعلان وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی او طالبانو پر یو شمېر ولایتونو او سیمو بریدونه کړي دي.

افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG