د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ښځو د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ اعلان کړ


په جلال اباد کې د جولای پر ۱۵مې غونډې ته لسګونه ښځې ورغلې وې.
په جلال اباد کې د جولای پر ۱۵مې غونډې ته لسګونه ښځې ورغلې وې.

ننګرهار مېشتو فعالو مېرمنو د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ تر څنګ په جګړه کې له ښکېلو غاړو د اوربند او د داسې سولې غوښتنه وکړه چې دوی د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په کې وساتل شي.

دې ښځو د جولای پر ۱۵مه پر داسې مهال غونډه کړې چې له یوې خوا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جګړو زور اخیستې خو بل لوري ته د قطر پلازمینه کې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هم د خلکو هيلې پیدا شوي دي.

په جلال اباد کې د ننګرهار ولایت مقام د غونډو تالار ته لسګونه فعالانې ورغلې وې او هلته یې په جګړه کې له ښکېلو خواوو د اوربند او د خبرو له لارې د سولې غوښتنه وکړه.

افغان حکومت او نړیوالو هم په بیا بیا له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي خو طالبان وايي، پر دې موضوع په بین الافغاني خبرو کې بحث کوي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړې حمېرا رفع غونډې ته وویل، "په دې حساسو شېبو کې د ملک د هر فرد وظیفه ده چې د خپل نظام او خپلو امنیتي ځواکونو دفاع وکړي. همدا نظام وو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ښځو ډېر پرمختګ وکړ، ډېرې لاسته راوړنې يې ولرې. موږ ته چې کوم انساني حقونه الله تعالی راکړي نه غواړو چې خلک دا حقوق له موږ څخه واخلي. موږ تل د خپل نظام او امنیتي ځواکونو دفاع کړې او بیا به يې هم کوو."

مدني فعالې شریفې په خپلو خبرو کې وویل، په روان جنګ کې تر بل هر قشر زیاته قرباني مېرمنو ورکړې، په کار ده چې د سولې په بهیر کې د مېرمنو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي. "د تېرو ۲۰ کلونو د جګړو په دوام کې ښځو ډېر زیانونه ليدلي دي. که ورور، خاوند او یا پلار وژل کېږي، ښځه پرې ځورېږي. نو ښځو ته باید په هره برخه کې حق ورکړل شي. که مذاکرات وي، که سوله وي او که بله هره برخه وي، باید له ښځو سره پکې مشوره وشي. دا ځکه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ښځو ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي، دا لاسته راوړنې باید له پامه ونه غورځول شي."

بلې مدني فعالې شګوفې احمدي مشال راډیو وویل، که د افغانستان اوسني نظام له سقوط سره مخامخ شي نو یوازې مېرمنې نه، بلکې ټول ولس به له یو بل ناورین وویني.

په ننګرهار کې دا غونډه پر داسې مهال شوې چې پر نړیوال کچ هم د افغانستان پر حالاتو غونډې شوې او روانې دي. ټاکل شوې چې د جولای پر ۱۶ په تاشکند کې د سیمه ییز اتصال پر موضوع د غونډې په څنډو کې هم د افغانستان پر حالاتو بحث وشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG