د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې مېشتو شینوارو د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ


په ننګرهار کې د ملي ځواکو په ملاتړ غونډه.
په ننګرهار کې د ملي ځواکو په ملاتړ غونډه.

د افغانستان په ننګرهار کې د شینوارو د شپږو ولسواليو په سلګونه قومي مشران او ځوانان د سرحدونو او قبايلو چارو رياست انګړ ته ورټول شوي ول او د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ يې له مرکزي حکومت نه وغوښتل چې له شینوارو سره کړې ژمنې عملي کړي او له کومو خلکو سره چې حکومت د شینوارو په استازولۍ لیدنې کتنې کوي، هغوی د دوی مشران نه دي.

د ننګرهار ولایت د شینوارو د شپيږو ولسواليو په استازولۍ په سلګونه قومي مشران او ځوانان د جولای پر ۱۳مه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست انګړ ته ورټول شوي ول او د افغانستان د ملي او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ يې له مرکزي حکومته وغوښتل چې هر هغه څوک چې د ملي امنیتي ځواکونو په سر سودا کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وسپارل شي.

د امیرحمزه میاخېل په نوم يو تن قومي مشر دې غونډې ته په وینا کې وویل، "په شینوارو کې د ملي امنیتي ځواکونو قرباني ستایو او په دې وروستیو کې چې هر چا د دوی د سر سودا کړې، ملي خیانت يې کړی، موږ ته د منلو وړ نه دي. هغوی باید ژر تر ژره عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي."

د ننګرهار ولایتي شورا غړي عبید شینواري پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، يو شمېر کسان چې ځانونه د شینوارو د قوم استازي بولي، لوړ پوړو چارواکو ته يې لاسرسی پیدا کړی هغوی د شینوارو د قوم مشري نه شي کولای.

نوموړي وویل، " یو شمېر خلک دې چې رييس جهمور او لومړي مرستیال ته د شینوارو په هکله غلط ذهیت ورکوي. دا هغه خلک دې چې په تېرو دوه لسیزو کې نظام په دوی باندې ډېره پانګونه کړې ده، ذرې ضد موټرې يې ورکړې وې، په قاچاقو کې ملوث دي، له تروریستي شبکو سره وصل خلک دي. هغوي هېڅکله د شینوارو مشري نه شي کولای. زموږ د مرکزي دولت نه هيله دا ده چې په داسې خلکو هېڅکله ونه غولېږئ."

د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي فرمان ګل شینواري وویل، په ملي امنیتي ځواکونو کې زیاته قرباني شینواري قوم ورکوي. خو زیاتوي چې امتیاز يې نورو ته ورکول کېږي.

نوموړي وویل:"د ننګرهار درېیم نفوس شینواری پوره کوي، نظام لپاره تر نورو زیاته قرباني ورکوي، په لسو کې به اته جنازې د شینوارو وي، دا تعصب نه دی، بلکې حقیقت دی. که ما ته وخت راکوي، نو د شینواري له ادرسه به يې راکوي، که نه زه د نورو په مرحمت رييس جمهور ته هم نه ورځم."

په غونډه کې په اتو مادو کې يو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په یوه ماده کې يې راغلي ول:

مرکزي حکومت دې د ولایتي ادارې له خبرتیا او همغږۍ پرته د شینوارو په استازولۍ مجهولو اشخاصو سره د لیدو کتو نه ډډه وکړي. ځکه چې هغوی نه د شینوارو استازیتوب کولای شي او نه باید استازي وګڼل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG