د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نومبر پر ۱۵مه په میرامشا کې احتجاجي جلسه کوو: پښتین


منظور پښتین وویل چې دوي به په دې جسله کې د خپلو بندي ملګرو د خلاصون لپاره هم غږ پورته کوي کوم چې د ده په وینا بې ګناه نیول شوي دي.
منظور پښتین وویل چې دوي به په دې جسله کې د خپلو بندي ملګرو د خلاصون لپاره هم غږ پورته کوي کوم چې د ده په وینا بې ګناه نیول شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پښتنو پر خاوره د روانې بدامنۍ مخنیوي غږ پورته کولو لپاره به د نومبر پر ۱۵مه د شمالي وزیرستان په میرامشا کې جلسه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بېګا مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې حالات د ښه کېدو پرځای د لا خرابېدو او بدامنۍ پر لور روان دي.

ده وویل چې بدامني د ټول ولس مسله ده نو ځکه پر ټول ولس غږ کوي چې په دې جلسه کې ګډون وکړي.

ده وویل، "په دې جلسه کې به د پښتونخوا پر خاوره د سولې او سوله ییز ژوند لپاره غږ پورته کېږي، د ترهګرۍ، هدفي وژنو او ټولې بدامنۍ مخالفت به کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت ترمنځ د خبرو اترو لړۍ پیل شوې وه خو لا یې هم څه نتیجه مخې ته نه ده راغلې.

منظور پښتین وویل چې دوي به په دې جسله کې د خپلو بندي ملګرو د خلاصون لپاره هم غږ پورته کوي چې د ده په وینا بې ګناه نیول شوي دي.

منظور پښتین زیاته کړه، "چې کوم ملګري بنديان دي لکه حنیف پښتین، مولانا اعجاز او داسې نور د هغوی لپاره به غږ پورته کوو، زموږ د ملګري عیدالرحمان تره یې وواژی او بیا د هغه جنازې ته پر روانو خلکو ډزې وشوې هغه یې ووژل، د دې خلاف به غږ پورته کوو او په لروبر پښتون وطن کې به د سولې غږ پورته کوو."

پي ټي اېم: حکومت دې وزیرستان کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:43 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر پر ۱۵مه د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې دا جلسه په داسې وخت کې اعلان کړې ده چې د وزیرستان په ګډون په نورو سیمو کې هم هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان هم د اکتوبر پر ۳۱مه په سوات کې خبریالانو ته وویل چې په صوبه کې د ترهګرۍ خطره ده.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې په ملک کې یې د ترهګرو ملا ماته کړې ده خو پر هغه سربېره د وسله والو د بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو لړۍ روانه ده.

XS
SM
MD
LG