د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرامشا کې د انتظامیې تر ډاډ وروسته احتجاج ختم


د شمالي وزیرستان اوسېدونکو د اپرېل پر څلورمه میرامشا خبریالانو مرکز پر لوري لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه
د شمالي وزیرستان اوسېدونکو د اپرېل پر څلورمه میرامشا خبریالانو مرکز پر لوري لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه

د شمالي وزیرستان د غلام خان تحصیل اوسېدونکو د انتظامیې له لوري د لټون عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورولو تر ډاډ وروسته خپل احتجاج پای ته رسولی دی.

د سیمې اوسېدونکو د اپرېل پر څلورمه د میرامشا د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي پرلت وواهه.

دوی تور پورې کاوه چې پر هم هغې ورځې پوځیانو د غلام خان تحصیل په دیوګر سیدګي کې د لټون عملیاتو پر مهال یو ځايي کس زاهد الدین وژلی او بل یې ژوبل کړی.

دوی همداراز وویل چې امنیتي سرتېرو ځینې ولسي وګړي نیولي هم دي.

خو د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر څلورمه شپې مهال په بیان کې وویل چې د عملیاتو پر وخت یې یو مشکوک وسله وال وژلی او بل یې ژوبل کړی.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د لټون عملیاتو پر وخت پر پوځ ډزې وشوې چې پکې دوه سرتېري ووژل شول نو ځکه ځوابي کارروایۍ ته اړ شول.

د احتجاجي ناستې ګډونوال دا څرګندونه ناسمه بولي او وايي، وژلی کس ولسي وګړی دی.

د پرلت برخوال مولانا نور اسلام د اپرېل پر پینځمه وویل چې د شمالي وزیرستان له انتظامي مشر شاهد علي خان سره یې خبرې وکړې او هغه ډاډ ورکړی چې د لټون عملیاتو پر مهال به ولسي وګړي نه ځورول کېږي، د زاهدین له کورنۍ سره به د "شهید پیکېج" په نوم مالي مرسته کېږي او ګرفتار کسان به خوشې کوي.

ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته وویل چې په مذاکراتو کې یې احتجاج کوونکي مطمین کړل او په وینا یې، جایزې غوښتنې یې ومنل شوې.

نوموړي له دې علاوه نور تفصیل ورنکړ.

XS
SM
MD
LG