د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د کابل پر ښوونځيو بمي حملې غندلي


د کابل د دشت برچي سيمې د چاودنو يو ټپي کس روغتون ته انتقالېږي - د ۲۰۲۲ز د اپرېل ۱۹مې انځور.
د کابل د دشت برچي سيمې د چاودنو يو ټپي کس روغتون ته انتقالېږي - د ۲۰۲۲ز د اپرېل ۱۹مې انځور.

ملګرو ملتونو د کابل پر دوو ښوونځيو بريدونه "وحشيانه" بللي او هغه يې په "کلکه غندلي" دي.

سازمان د اپرېل پر ۱۹مه په بیان کې ویلي چې پر ښوونځيو وسله وال بريد او يا د مکتبونو شاوخوا ته تاوتريخوالي پېښې ورته هېڅ د منلو وړ نه دي.

د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په شويو بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د څانګې مشر رمیز الاکبروف د اپرېل پر ۱۹مه په یوه بیان کې ويلي، د افغانستان ولس "لا له وړاندی ۴۰ کلنې جګړې ځپلی، د دې هېواد ښوونځي بايد د ماشومانو او د هغوی د زده کړو لپاره خوندي ځايونه" واوسي.

الاکبروف غوښتنه کړې چې د دشت برچي پر ښوونځيو د بريدونو عاملين بايد پيدا او عدالت ته وړاندې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت (یوناما) هم د بریدونو غندنه کړې.

دې اداری پر ټوېټر په یوه بیان کې غوښتنه کړې چې په حملو کې ککړ کسان دی عدالت ته وړاندې شي.

همداراز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) او د بښنې نړیوال سازمان هم د کابل پر ښوونځيو بمي بريدونه غندلي.

یوشمېر افغان سیاستوالانو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې هم د کابل له ښوونځیو سره نېږدې بریدونه غندلي دي.

د کابل پر تعلیمي مرکزونو تر ټولو خونړی برید په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ نېږدې درې میاشتې مخکې شوی وو. په هغه حمله کې لږ تر لږه ۸۵ کسان، چې اکثره يې نجونه وې، وژل شوي او لسګونه نور زحميان ول.

د کابل پر ښوونځيو د اپرېل ۱۹مې حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG