د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم نواز تر اوږدې خاموشۍ وروسته بیا ولسي سیاست پیلوي؟


مریم نواز د اګست پر ۱۱مه د خبریالانو پوښتنې ځوابوي
مریم نواز د اګست پر ۱۱مه د خبریالانو پوښتنې ځوابوي

د پاکستان مسلم ليګ (ن) د مشر مرستیاله او د پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز وايي د اوږدې مودې خاموشۍ تر شا ځينې وجوهات ول.

مريم نواز دا خبره تر هغې ساعتونه وروسته خبریالانو ته وکړه چې د اګست پر ۱۱مه په لاهور کې د احتساب قامي ادارې (نیب) عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال د هغې د ملاتړو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.

د مسلم ليګ (ن) پلویانو پر پوليسو د کاڼو وورول او پوليسو ورباندې اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

تر دې وروسته مريم نواز په خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې دومره موده ولې خاموشه وه وويل:

"ما له ميا [نواز شریف] صاحب سره [لندن ته] تلل غوښتل ځکه چې ما غوښتل تيمارداري يې وکړم. له ما سره د هغه دواګانې او انجېکشنې وې. خو زه يې د يو پلان له مخه له ميا صاحب سره تګ ته پرېنښووم. نو زه دې نتيجې ته ورسېدم چې زه يې دلته يرغمله ساتلې وم."

مریم نواز وویل، همدا لامل وو چې غلې پاتې شوه ځکه فکر یې کاوه چې "که خبره" وکړي "نو هغوی به ميا صاحب ته د زیان رسولو کوښښ" وکړي او نه یې غوښتل چې د هغه درملنه له "خنډ" سره مخامخ شي.

نوموړې دا و نه ویل چې چا لندن ته نه وه پرېښې یا څوک نواز شریف ته زیان رسول غواړي.

په پاکستان کې چې اکثر سیاستوالان د چا نوم نه اخلي او په نامستقیم ډول تورونه پورې کوي نو اشاره یې د هېواد پوځ او یا هم ټولې امنیتي ادارې یا اېسټېبلېشمنټ ته وي.

خو د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې د مسلم لیګ (ن) د مشرانو دا ډول تورونه رد کړي او په بیا بیا یې ټینګار کړی چې د هېواد په سیاسي چارو کې یې رول نه لري.

مريم نواز ۲۰۱۹ز کال د اګست په مياشت کې په يوه مقدمه کې نيول شوې وه.

تر ګرفتارې مخکې مريم نواز د حکومت ضد ګڼ جلسې او لاريونونه کړي ول.

خو پروسږ کال د نومبر پر څلورمه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته نوموړي خاموشي اختيار کړې وه.

هغې په ټوېټر هم له سياسي بيانونو ورکولو ډډه کړې.

مریم نواز بیا ولې راڅرګنده شوه؟

نپه لاهور کې د اېکسپرېس ټېلېوېژن خبريال منصور علي خان د اګست پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې مریم نواز مسلم ليګ (ن) ګوند دننه نهیلې شوې وه او سياسي ته یې د راتګ موخه دا وه چې خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړي.

"ما له مريم نواز سره ټېلېفوني خبرې کړې وې او همدغه پوښتنه مې ترې وکړه. زما په ګومان مسلم ليګ (ن) دې نتيجې ته رسېدلی چې په ګوند کې دننه مريم نواز کارکنان غونډولای شي. دا ګوند چې کله هم خپل سياسي طاقت ښيي نو مريم نواز په هغه ځای کې استعمالوي. دغه ګوند د اګست پر ۱۱مه د سیاسي ځواک په ښوولو خپل اهداف ترلاسه کړي. خو که تاسې دا ګومان کوئ چې دا د يو تحريک پیل دی نو دا تر وخت مخکې خبره ده."

د احتساب عدالت د حاضرېدو پر وخت د مریم نواز ګڼ پلویان کوڅو او سړکونو ته وروتلي ول
د احتساب عدالت د حاضرېدو پر وخت د مریم نواز ګڼ پلویان کوڅو او سړکونو ته وروتلي ول

منصور علي خان زياته کړه چې رسنیو تر اتو ګېنټو پورې د مريم نواز احتساب عدالت ته حاضرېدو او بيا د هغې خبري غونډې پوښښ (کورېج) شوی او په دې توګه مسلم لیګ (ن) خپل مقصد ترلاسه کړ.

مريم نواز د ۲۰۱۱ز کال په نومبر کې سياست پیل کړی وو او د ۲۰۱۳ز کال عامو انتخاباتو کې يې له خپل پلار نواز شريف سره په کیمپېن کې مهم رول لوبولی وو.

د ۲۰۱۸ز کال جولای مياشت په انتخاباتو کې مريم نواز ته مسلم ليګ (ن) ګوند د نوماندۍ ټېکېټ ورکړي وو خو احتساب عدالت په يوه مقدمه کې د اووه کاله د بند سزا ورکړه او تر ۱۰ کلونو یې د لویې څوکۍ او انتخاباتي سیاست لپاره نااهله کړه.

تحریک انصاف له چیلېنج سره مخامخول

په پېښور کې د ډان نيوز ټېلېوېژن خبریال علي اکبر خان د اګست پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې سیاسي منظر ته د مریم نواز د ورتګ پرېکړه غیر متوقع وه.

"د مريم راتګ ته په نوې زاويې کتل کېږي چې ايا مسلم ليګ ته هغه مواقع ورکول کېږي يا هغه سهولت ملاو شوی دی چې دوی پکې راوځي او خپلې سياسي هلې ځلې پیل کړي او که څنګه."

علي اکبر زياته کړه چې ډېره موده وروسته د مسلم ليګ غړو مقاومت ولیدل شو او داسې ښکاري چې له اېسټیبلېشمنټ سره به یې څه خبره هم شوې وي.

په اسلام اباد کې خبريال او شنونکی عمر چيمه هم دې خبرې ته په اشاره وايي چې که څوک دا خبره کوي چې له اېسټیبلېشمنټ سره به خبره نه وي شوې، نو ناسمه ده.

"زما په فکر په مريم نواز کې صلاحيت شته."

د ده په خبره په پاکستاني سیاست کې یوه ستونزه دا ده چې که څوک کار کولای شي او که نه، خو چې "ښه ښکاري" بس ده.

د مریم نواز راتګ مقصد هم دا دي چې ووټر ته پيغام ورکړل شي چې موږ په سياسي توګه ژوندي يو.
نوید حسین

چیمه وايي، همدا لامل دی چې اېسټیبلېشمنټ لومړی "عمران خان راوست او اوس یې په مقابله کې مریم نواز ده، دا هر څه چې روان دي زما په فکر بې طرفه عمل نه دی او د مقتدرو حلقو خوښه پکې شامله ده. د مريم نواز خبرو ته هم تاسو غوږ شئ نو لومړی به يې انقلابي بيانونه ورکول خو اوس ډېرې محتاطې خبرې کوي او يوازې پر موجوده حکومت نيوکې کوي."

عمر چيمه زياته کړه چې که مریم نواز او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له بشپړې ازادۍ برخمن شي نو واکمن تحریک انصاف ګوند ته لوی چیلېنج پېښولای شي.

خو په کراچۍ کې د انګريزۍ ژبې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې مدير نويد حسين وايي، د حکومت کارکردګۍ له وجې اپوزیشن ګوندونه ځواکمنېږي او هغه خلک هم اوس بهر راوځي چې پخوا خاموشه ول.

"زما په فکر دا يوه ستراتيژي وه چې مريم نواز بیا راڅرګنده شي. د هغې راتګ مقصد هم دا دي چې ووټر ته پيغام ورکړل شي چې موږ په سياسي توګه ژوندي يو. بل پلو د ګوند دننه هم د اختلافاتو مخنيوي لپاره د مريم نواز راتګ یو پيغام دی."

اپوزیشن ګوندونه چې مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټۍ او د مولانا فضل الرحمان جمعيت علمای اسلام يې په سر کې دي، وخت په وخت حکومت ضد بيانونه جاري کوي خو د شنونکو په نظر دوی د حکومت ضد تحريک چلولو ته لا هم پر یو دریځ نه دې سلا شوي.

د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت وايي، د اپوزیشن مشران له احتسابه د ځان ژغورنې لپاره د احتجاجونو او حکومت ضد غورځنګونو د پیل ګواښونه کوي او زیاتوي چې د حساب کتاب بهیر د اپوزیشن له وېرې نشي درېدای ځکه چې د احتساب قامي اداره په خپلو چارو کې خپلواکه ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG