د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مريم نواز پلويانو او پولیسو ترمنځ اخ وډب شوی


مريم نواز
مريم نواز

په لاهور کې د احتساب ادارې عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې، د مريم نواز ملاتړو او پولیسو ترمنځ نښته شوې ده.

د اګست په ۱۱مه شوې تر دې نښتو وروسته د مسلم ليګ (ن) ځيني غړي‌نيول شوي او احتساب ادارې يا نېب ويلي چې د دې ګوند خلاف به د سرکار په کار کې د مداخلې په بنياد د پولیسو سره عريضه يا ايف آيي آر کوي.

د پاکستان په تاريخ کې کله داسې نه وو شوي چې د نېب عدالت پر ودانۍ دې کاڼي وورول شي. موږ د پولیسو سره د مسلم ليګ (ن) د غړو خلاف ایف آي آر درج کړ
د احتساب قامي اداره (نېب)

مريم نواز تر دې پېښې وروسته په لاهور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په ملکي وګړو د پوليسو تشدد د زغملو نه دی.

هغې زیاته کړه: ((زما پر ګاډي هم کاڼي ورول شوي دي. غټ غټ کاڼي وو. که زما موټر مرمۍ ضد نه وی نو اوس به زه سخته زخمي وم. ما ته یې يو داسې کاغذ رالېږلی چې وايي‌تورونه نه دي‌خو بيا یې هم وضاحت وکړه. دا د کومې ځمکې د اخیستو خبر ده ده چې د خنډا وړ ده ځکه چې ما هيڅ ځمکه نه ده اخیستې.))

مريم نواز نېب ته د دې لپاره ورغوښتل شوې وه چې په رايونډ کې د ځمکې اخیستو په اړه راپورته شوې پوښتنې ځواب کړي. د پولیسو او د هغې د ملاتړو اخ وډب هغه مهال رامنځته شو چې مريم نوار د څو ګاډو سره عدالت ته ورورسېده. له ودانۍ بهر د دې تاوتريخوالي له وجې احتساب قامي ادارې د هغې بيان ريکارډولو رد کړل.

دې ادارې تر دې پېښې وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د مريم نواز ملاتړو ګډوډي جوړه کړې ده او قانون یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

پولیسو زما پر ملاتړو تشدد کړی دی. دا د اپوزیشن خلاف د حکومت دريځ روښانه کوي.
مريم نواز

د خبرپاڼې ترمخه د مسلم ليګ دې غړو او ځينو نورو شرخوښو خلکو د نېب ادارې پر دفتر کاڼي وورول او شیشې یې ورله ماتې کړي. خو مسلم لېګ (ن)‌ دا تورونه غندلي دي. مريم نواز پر خپل ټويټر ليکلي چې پولیسو د دې سره په ورغلو خلک اوښکې بهونکی ګېس کارولی او وهلي يې دي.

مريم نواز په خبري غونډه کې وويل چې حکومت د مسلم لېګ (ن)‌ له مخ پر زیاتېدونکي شهرته په وېره کې دی نو ځکه یې پر مشرانو مقدمې جوړوي. هغې دا خبرې په داسې مهال کړې چې د نوموړې پلار، نواز شريف، تره شهباز شریف، د تره زوی حمزه شبهاز، د مسلم ليګ (ن) دوه نور مشران شاهد خاقان عباسي او خواجه سعد رفیق ټول زندان ته لېږل شوي او په ضمانتونو خوشي شوي دي.

د يو بل اپوزیشن ګوند، پيپلز پارټۍ ګڼ مشران هم د درغليوو په تورونو کې جيلونو ته تللي دي. له همدې وجې دا دواړه ګوندونه د وزیراعظم عمران خان حکومت او احتساب قامي اداره د مخالفو سياستوالو خلاف په سازش کولو تورنوي. د بشري حقونو نړيوالې ادارې، هيومن رایټس واچ هم دا میاشت په يو راپور کې پر نېب ورته تور پورې کړی دی.

خو د تحريک انصاف حکومت او احتساب قامي ادارې په بېلابېلو وختونو کې دا تورونه بې بنياده بللي دي. عمران خان ويلي چې په پاکستان کې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د تيرو حکومتونو په وخت کې درغلۍ شوې دي نو ځکه ورته سزواې شوې دي.

د تحريک انصاف مرستيال مشر او د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګست په ۱۱مه په قامي اسمبلۍ کې وويل چې د نېب سره یې هيڅ سازش نه دی کړی. هغه وويل چې حکومت به د لاهور د پېښې تحقیقات کوي او معلوموي به چې کاڼي چا ورولي او د احتساب قامي ادارې سپکاوی چا کړی دی. د هغه په وينا داسې پېښې بايد ونه شي او اصلي حقیقتونه بايد معلوم شي.

XS
SM
MD
LG