د ۲۰۲۲ز کال د کرکټ اسيا کپ په لومړۍ لوبه کې نن (د اګست پر ۲۷مه) افغانستان خپلې سيالي لوبډلې سري لنکا ته ماتې ورکړه.
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې شوې دې ۲۰ اووريزه لوبه کې افغانستان پچه وګټله او سري لنکا ته يې د بېټينګ کولو بلنه ورکړه.
سري لنکا لومړۍ بېټينګ وکړ او په ۲۰م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۵ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې افغانستان د يوه لوبغاړې په سوځېدو په ۱۱م اوور کې هدف تر لاسه کړ او په اتو ويکټونو يې لوبه وګټل.
د افغانستان له اړخه فضل الحق فاروقي درې ويکټونه واخيستل.
بلخوا رحمان الله ګربز د افغانستان لخوا تر ټولو زياتې، ۴۰، منډې جوړې کړې.
په دې اتلولۍ کې د پاکستان، افغانستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش او هانګ کانګ لوبډلې برخه اخلي.
سبا (د اګست پر ۲۸مه) به د پاکستان او هند ترمینځ سیالي کېږي.
د کرکټ اسيا جام پایلوبه به د سېپټېمبر پر ۱۱مه کېږي.
دا اتلولي په وروستي ځل په ۲۰۱۸ز کال کې شوې وه چې هند ګټلې وه.