د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایشيا کپ: افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه


ابراهيم ځدراڼ ۴۲ او نجيب ځدراڼ ۴۳ رنزونه وکړل
ابراهيم ځدراڼ ۴۲ او نجيب ځدراڼ ۴۳ رنزونه وکړل

افغانستان کرکټ لوبډلې په شل اووریزه ایشيا کرکټ کپ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د اګست په ۳۰مه په شارجه کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ بنګله دېش وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۷ رنزونه جوړ کړل. د افغان لوبډلې لخوا راشد خان او مجيب الرحمن ۳، ۳ ويکټې واخیستې. مجيب الرحمن د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان لوبډلې دا هدف په ۱۹م اوور کې د ۳ ویکټو په نقصان پوره کړ او په دې توګه یې دا سیالي‌په اوو ويکټو ماتې ورکړه. د افغانستان لخوا نجيب الله خدراڼ په ۱۷ بالونو ۴۳ او ابراهيم ځدراڼ په ۴۱ بالونو ۴۲ منډې جوړې کړي.

افغانستان تر دې مخکې سرېلنکا ته هم ماتې ورکړې وه. د دې سیاليو تر ګټلو وروسته، له خپل ګروپ څخه د ایشيا کپ د ۴ غوره لوبډلو پړاو ته ووت.

سبا (د اګست پر ۳۱مه) د هانګ کانګ او هند ترمینځ سیالي کېږي. هند خپل لومړی مېچ له پاکستانه ګټلی دی. د کرکټ اسيا جام پایلوبه به د سېپټېمبر پر ۱۱مه کېږي. دا اتلولي په وروستي ځل په ۲۰۱۸ز کال کې شوې وه چې هند ګټلې وه.

په دې سیاليو کې سرېلنکا، پاکستان او بنګله دېش خپلې سیالۍ بایللې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG