د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشورتي جرګه: ډېری کمېټې په مشروط ډول د طالب بندیانو خوشې کول غواړي


دا درې ورځنۍ جرګه د اګست پر اوومه پیل شوې ده چې د ټول افغانستان نه په کې ۳۲۰۰ کسان برخه اخلي. 
دا درې ورځنۍ جرګه د اګست پر اوومه پیل شوې ده چې د ټول افغانستان نه په کې ۳۲۰۰ کسان برخه اخلي. 

په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته په وینا کې د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، د جرګې ۵۰ کمیټو د ۴۰۰ طالب قیدیانو د خوشي کیدو په اړه په مشروط ډول مشورې ورکړي دي.

د اګست پر اتمه، د جرګې په دویمه ورځ عبدالله عبدالله زیاته کړه، په دې کې له طالبانو د سولې په برخه کې د نړیوال ضمانتونو د اخیستو، د طالب قیدیانو خوشي کېدو وروسته په سمدستي توګه د اوربند او د سولې خبرو ژر تر ژره پیلولو شرطونه شامل دي.

کمیټو دا سپارښتنه هم کړې چې د افغانانو په مشری باید سولې خبرې پیل شي او د افغانستان په بې ثباتۍ کې ښکیل هېوادونه باید د طالبانو ملاتړ پرېږدي.

دا درې ورځنۍ جرګه د اګست پر اوومه پیل شوې ده چې د ټول افغانستان نه په کې ۳۲۰۰ کسان برخه اخلي.

په جرګه کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې مېرمنې هم ګډون کوي.

افغان چارواکي ګڼي چې له دغو پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو پرته کوم بل خنډ نه دی پاتې چې د بین الافغاني خبرو مانع وګرځي.

که څه هم تر دې وړاندې داسې ویل شوي وو چې په یادو ۴۰۰ طالب بندیانو کې له افغانستانه پرته د نورو هیوادونو اتباع هم شامل دي چې خطرناک دي او افغان حکومت یې د خلاصون لپاره له لویې جرګې مشوره غوشتې وه، خو د افغانستان د د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د جرګې په دوهمه ورځ وویل، په پاتې بندیانو کې د کوم بل هیواد اتباع نشته.

د اګست پر اوومه په کابل کې دا جرګه تر هغې وروسته پیل شوه چې افغان ولسمشر اشرف غني د جولای پر ۳۱مه د لوی اختر په مناسبت په پیغام کې وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري نو ځکه په دې اړه مشورتي لویه جرګه جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې امریکايي سفارت او د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزد د مشورتي لویې جرګې ملاتړ کړی او وايي، د مثبتو پایلو په هیله دي.

طالبانو او د ولسي جرګې مشر د جرګې جوړېدو مخالفت کړی.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهېل شاهین د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل، ۴۰۰ زندانیان باید د سولې د مستقیمو خبرو ژر پیل په موخه له جرګې جوړولو پرته خوشې شوي وای.

د مشورتي لویې جرګې ویاند غفور احمد جاوېد وايي، یو شمېر کسانو د جرګې مخالفت کړی چې په وینا یې دومره ارزښت نه لري ځکه چې د افغانانو اراده مهمه ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG