د خوست له تخنیکي انسټیټوټه ۳۵۹ زده کوونکي فارغ شوي
د افغانستان په خوست کې د میخانیکي انسټیوټ د برښنا، کمپیوټر، ساختمان، د موټر ترمیم او ماشینکارۍ د مسلکی او حرفوي زده کړو له پنځو بیلابیلو برخو ۳۵۹ کسان فارغ شول. فارغانو وویل، په دې انسټیټیوټ کې د دوی د عملي زده کړو ډیری وسایل او تجهیزات پخواني ول، کوم چې د اوسني وخت د اړتیاوو ځواب ویونکي نه دي. دوی له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د دې ولایت ټول مسلکي انسټیټیونه د اوس وخت پر ټکنالوژۍ، وسایلو او امکاناتو سمبال کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې