د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د لویو جرګو او مشورتي لویو جرګو تاریخ


په اوسنۍ جرګه کې د طالب بندیانو پر خوشې کولو بحث کېږي
په اوسنۍ جرګه کې د طالب بندیانو پر خوشې کولو بحث کېږي

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه د اګست پر اوومه پیل شوه.

په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت ‌يې د نه ‌خوشې کولو، خو طالبان ‌يې د ازادولو کولو ټينګار کوي.

هسې خو په افغانستان کې لسګونه لویې جرګې جوړې شوې دي خو افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې مشورتي لویې جرګې کړي چې لږ تر لږه دوه‌ يې د سولې بهیر اړوند وې.

په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نېږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

لویه جرګه افغانستان تاریخي او کلتوري دود دی چې د ۲۰۰۴ز کال په اساسي قانون کې یې قانوني بڼه خپله کړې ده.

د لویو جرګو دود او تاریخ

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه پر ۱۷۰۷ز کال د هغه مهال مشر میرویس هوتک جوړه کړې وه خو پر ۱۷۴۷ز کال لویه جرګه د زیات ارزښت وړ بلل کېږي ځکه چې په کندهار کې هغې جرګې د معاصر افغانستان بنسټښود احمد شاه ابدالي د هېواد مشر منتخب کړ.

تر دې وروسته په ۲۰مه پېړۍ کې غازي امان الله خان درې لویې جرګې وکړې او نادر شاه او ظاهر شاه هم لویې جرګې جوړې کړې وې.

پر ۱۹۷۷ز کال سردار داوود خان په لویه جرګه کې د هېواد نوی اساسي قانون منظور کړ چې ورسره په افغانستان کې ولسمشریز حکومتي او دولتي نظام جوړ شو.

تر دې وروسته پر ۱۹۹۰ز کال پخواني واکمن ډاکتر محمد نجیب الله هم لویه جرګه جوړه کړه چې پکې نوی اساسي قانون منظور شو.

پر ۲۰۰۲ز کال لویې جرګې په هېواد کې د لنډمهاله حکومت او تر هغې یو کال وروسته یې د نوي اساسي قانون (ایین) منظوري ورکړه.

د لویې جرګې قانوني حیثیت

تر ۲۰۰۴ز کال مخکې ټولې لویې جرګې دودیزې وې.

خو په نوي اساسي قانون کې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم ټوک د لویې جرګې د جوړېدو اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، "د افغانستان د خلکو ارادې مهمه سرچینه" بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.

تاریخپوه غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې خپاره کړي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

محمدي زیاتوي: "پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌ وو چې لویه جرګه باید څه ډول وي او څوک به په ‌کې ګډون کوي، په قبیله‌ یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه ‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی."

دی باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي، د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې له مسوولیته د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي، دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

لومړۍ مشورتي لویه جرګه

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۲۰۱۰ز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تایید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او همداراز، د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال لویه جرګه
د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال لویه جرګه

دویمه مشورتي لویه جرګه د ۲۰۱۱ز کال په نومبر کې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په هغه مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی وو چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون یې منظور کړ، خو ظاهراً ‌يې پایلې کرزي و نه منلې.

د اشرف غني د واکمنۍ مشورتي لویې جرګې

د تېر ۲۰۱۹ کال مشورتي لویه جرګه
د تېر ۲۰۱۹ کال مشورتي لویه جرګه

درېیمه مشورتي لویه جرګه د ۲۰۱۹ز کال په اپرېل کې جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو پکې ګډون کړی وو او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل ول چې د ګډونوالو تر پېنځه ورځني بحثونو وروسته ‌يې افغان حکومت ته د ۲۳ مادو (نکتو) پرېکړه لیک وړاندې کړ.

اوسنۍ مشورتي لویه جرګه

افغان حکومت وايي، څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو پر برخلیک بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وایي، پر ټولو نیمګړتیاوو سربېره چې د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانېزم‌ یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG