د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول افغان ولس سوله غواړي: ولسمشر غني

نن دوشنبه په کابل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پرانیستونکې وینا سره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. نوموړي وویل، چې ټول ولس سوله غواړي او دا جرګه به ولس ته دا فرصت ورکړي، چې پدې باب خپل بحثونه سره همغږي کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه، افغان دولت دې ته لار برابره کړه، چې د ملت استازي تر یوه درانه چتر لاندې راټول شي او د سولې په اړه خپلې څرګندونې یوه خوله کړي او په دې اړه دولت ته لوری او جهت وټاکي.

نوموړي د هغو سیاستوالو په ځواب کې چې ولسمشر له دې جرګې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو د کماپین لپاره ګټه اخلي وویل، دا جرګه د شپږو میاشتو لپاره نه ده، بلکې په دې پسې د یوې پیړۍ لپاره د ۳۱ میلیونه افغانانو هیلې تړلي دي.

ده وویل، که چیرې يې کمپاین کولی، نو پر دې مجلسبه يې د لويې جرګې نوم نه کېښود.

ولسمشر زیاته کړه، سوله د افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی او په وروستیو دوه نیمو کلونو کې يې د سولې موضوع په یو ملي بحث بدله کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې د سولې په باب د ګاونډیو رول ته په اشاره وویل، افغان دولت پاکستان ته ویلي، چې له جنګ او تاوتریخوالي هېڅ لوري ته ګټه نه رسېږي.

د ده په وینا هغوی ته مو وویل، چې افغانان ستاسو ښه دوستان جوړېدای شي، خو هېڅکله په یو نابرابره اړیکه کې له هېچا سره نه شي داخلېلدلی، افغانان هر څه ته حاضر دي، خو د خپلې خپلواکۍ او اقتدار قربانولو ته حاضر نه دي.

د غني په خبره د پاکستان چارواکو ته يې وویل:

(که چیرې غواړئ منځنۍ اسیا ته ولاړ شئ لاره درکوو، خو موږ هم باید هند ته لار ولرو.)

ولسمشر غني وویل، افغانان د سولې او مشورو خلک دي، خو مجبوریت نه مني.

د ده په وینا دا یو تاریخي حقیقت دی، چې دا خاورو یوازې په نرمه ژبه قانع کیدای شي، نرمه ژبه په کار ده او انشاالله نرمې ژبې ته رسېږي.

د ولسمشر په وړاندیز او د جرګې د ګډونوالو په تائید پخوانی جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف د سولې د مشورتي لويې جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو.

نوموړي هم په خپلو خبرو کې د جرګې د ګډونوالو له اعتماد مننه وکړه او هغه هم په خپل وار پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې سوله وکړي.

د افغانستان مشورتي لویه جرګه په انځورونو کې

افغان ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې تالار ته پر لار. 
1/15 افغان ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې تالار ته پر لار. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
د افغانستان د سولې په مشورتي جرګه کې له ۳،۰۰۰ زیات کسان ګډون کوي.
2/15 د افغانستان د سولې په مشورتي جرګه کې له ۳،۰۰۰ زیات کسان ګډون کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
د لویې جرګې ګډونوال به افغان حکومت ته له طالبانو سره د سولې په اړه مشوره ورکړي.
3/15 د لویې جرګې ګډونوال به افغان حکومت ته له طالبانو سره د سولې په اړه مشوره ورکړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
جرګې ته له هر ولایته منتخب استازي ورغلي. 
4/15 جرګې ته له هر ولایته منتخب استازي ورغلي. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
د افغانستان ځېنو سیاستوالانو له جرګې څخه پرېکون اعلان کړی. 
5/15 د افغانستان ځېنو سیاستوالانو له جرګې څخه پرېکون اعلان کړی. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
د لویې جرګې ۳۰ سلنه ګډونوال، ښځې دي. 
6/15 د لویې جرګې ۳۰ سلنه ګډونوال، ښځې دي. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
جرګې ته د پاکستان او ایران مېشتو افغان کډوالو استازي هم ورغلي. 
7/15 جرګې ته د پاکستان او ایران مېشتو افغان کډوالو استازي هم ورغلي. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
اشرف غني په وینا کې وویل، هره مشوره چې جرګې ورکړه، عملي کوي یې. 
8/15 اشرف غني په وینا کې وویل، هره مشوره چې جرګې ورکړه، عملي کوي یې. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
له افغان اساسي قانون سره سم، ولسمشر پر مهمو موضوعاتو د ولس نظر معلومولو لپاره لویه جرګه وربللی شي. 
9/15 له افغان اساسي قانون سره سم، ولسمشر پر مهمو موضوعاتو د ولس نظر معلومولو لپاره لویه جرګه وربللی شي. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
جرګې ته په ورغلیو کسانو کې چارواکي او د پارلېمان غړي هم شامل دي. 
10/15 جرګې ته په ورغلیو کسانو کې چارواکي او د پارلېمان غړي هم شامل دي. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
Afghanistan (April 29, 2019): Over 3,000 people are participating in Consultative Loya Jirga of Afghanistan in the capital Kabul on April 29.
11/15 Afghanistan (April 29, 2019): Over 3,000 people are participating in Consultative Loya Jirga of Afghanistan in the capital Kabul on April 29.
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
جرګې ته قومي مشران هم ورغلي. 
12/15 جرګې ته قومي مشران هم ورغلي. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
په جرګه کې به کمېټۍ جوړېږي او بحثونه به کوي. 
13/15 په جرګه کې به کمېټۍ جوړېږي او بحثونه به کوي. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
طالبانو د سولې مشورتي جرګه نامشروع بللې ده. 
14/15 طالبانو د سولې مشورتي جرګه نامشروع بللې ده. 
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا لویه جرګه پرانیسته.
15/15 افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا لویه جرګه پرانیسته.
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
پخوانی
بل

د مشورتي لويې جرګې د تدراک کمیسیون مشر عمر داودزي په خپلو پیلیزو خبرو کې دا جرګه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د کمیت له پلوه بې سارې وبلله.

ده زیاته کړه، دوی له طالبانو غوښتي ول، چې د خپل نفوذ په سیمو کې د خلکو استازیو ته اجازه ورکړي، چې په مشورتي لویه جرګه کې برخه واخلي او د ده په وینا چې دوی په هېڅ سیمه کې په څرګنده له دې جرګې هېڅوک نه دي منع کړي.

داودزي زیاته کړه، ټاکل شوې وه، یاده جرګه د کب په ۲۶ مه جوړه شي، خو دا چې د پاکستان او ایران څخه د کډوالو د استازو په رسیدلو کې ستونزه وه، یاده جرګه يې تر دې نېټې وځنډوله.

ده وویل، د دې جرګې غړي به د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته او د سې شنبه ټوله ورځ په ۵۱ کمیسیونونو کې په خپلو کې د سولې پر موضوعاتو بحث وکړي.

داودزي وویل، د کمیسیونو غونډې نه ثبتیږي او نه رسنیزې کیږي، خو پایلې يې چې د کمیسیونونو د استازو له لوري د جرګې په وروستۍ ورځ وړاندې کیږي، هغه به د رسنیو له لارې خپاره شي.

دې جرګې ته ګڼ چارواکي، د ولسي او مشرانو جرګو غړي او له ولایتونو څخه د ولس په رایو د منتخبو استازیو په ګډون شاوخوا ۳،۲۰۰ کسان ورغلي دي.

په جرګه کې په پاکستان او ایران کې هم د افغان کډوالو استازي هم ګډون کوي او ۳۰ فیصده برخوال یې ښځې دي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو څلورو ورځو کې د جرګې برخوال لسګونه کاري کمېټۍ جوړې کړي او له طالبانو سره د سولې په اړه افغان حکومت ته مشوره ورکړي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته ولاړو ۱۲ نوماندانو او ځېنو نورو سیاستوالانو له جرګې څخه پرېکون (بایکاټ) کړی دی.

وسله والو طالبانو هم دا لویه جرګه غیر مشروع بللې ده.

د افغانستان له اساسي قانون سره سم، ولسمشر کولای شي چې د هېواد پر مهمو موضوعاتو لویه جرګه وروبولي.

  • انځور سایز

    نجیب الله الوخېل

    نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG