د لاسرسي ځای

تازه خبر

عربي ټولنې د بیت المقدس په اړه اعلان غندلی


د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندنې فیصله غندلې ده.

دې وزیرانو په مصر کې تر بیړنۍ غونډې وروسته د یکشنبې یا اتوار پر سهار وختي په بیان کې ویلي، دا فیصله قانوني حیثیت نه لري او د بیت المقدس پر مسلې د عربي ټولنې د سرمشریزې کولو غږ یې کړی.

امکان دی چې دا سرمشریزه په اردن کې وشي.

د ډېسېمبر پر شپږمه، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسمي توګه بیت المقدس، د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژند او ژمنه یې وکړه چې خپل سفارت به له تل ابیبه هغه ښار ته انتقال کړي. خو شنونکي وايي، د انتقال چارې ښايي تر څلور کلونو پورې وخت ونیسي.

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله غونډه کې یو پرېکړه لیک هم منظور کړ چې پکې ویل شوي، د امریکا پلان د ((نړیوال قانونه جدي سرغړونه)) ده.

د بیت المقدس ښار حیثیت د فلسطین او اسراییلو په شخړه کې تر ټولو حساسه موضوع ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG