د لاسرسي ځای

تازه خبر

' ټرمپ به یروشلم د اسرایلو پلازمېنه و مني'


لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي ، ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن یروشلم د اسرایل د پلازمېنې په توکه ومني.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ به دا اعلان په یوه ټاکل شوې وینا کې وکړي چې ورسره به د امریکا سفارت هم دې لرغوني ښار ته انتقالېدل پیل کړي.

چارواکي وايي،د تیار شوي پلان له مخې به د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته په تلو کې له درو تر څلورو کالو وخت واخلي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه ښايي په منځني ختیځ کې تشدد را وپاروي.

که ولسمشر ډونلډ ټرمپ یروشلم د اسرایل پلازمېنه ومني نو دا به د امریکا د هغې تګلارې برعکس وي چې تل یې ویلي، د دې ښار د حثیت پرېکړه به خامخا له فلسطینیانو سره د خبرو اترو له لارې کېږي.

فلسطینیان غواړي چې د یروشلم ختیځه برخه د خپل راتلونکي ریاست پلازمېنه کړي.

د نړۍ زیاتره هېوادونه پر ټول یروشلم د اسرایل واک نه مني.

په دې ښار کې داسې ځایونه دي چې د مسلمانانو ، یهودانو او عیسایانو لپاره یو ډول مقدس ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG