د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې بې پيلوټه الوتکو ولس ډارولی


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د غزني ولایت ځیني اوسېدونکي وايي، په اوسني وخت کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو یې ویره او اندېښنه زیاته کړې ده.

دغه الوتکې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت څخه وروسته هم د غزني ولایت ترڅنګ د پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو په هوا کې ګرځي.

خو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ضبطو خان وايي، شپه ورځ ویني چې دغه الوتکې ګرځې، نه پوهیږي چې د چا دي، له کوم لوري راځي او ولي ګرځي، خو سخت ورڅخه ویریږی.

"دغه ډرون الوتکې زموږ په ولسوالۍ کې بېخي ډیرې ګرځي، نه پوهیږم چې دا اوس په څه حساب ګرځي، موږ سخت ورڅخه ډاریږو چې برید ونه کړي، نه پوهيږو چې دا د چا دي د کوم هیواد دي، موږ خو خپلې نه لرو، حتما پردۍ دي."

د اندړو ولسوالۍيو بل اوسيدونکی ایمل خان هم وايي دغه الوتکې په ډیری سیمو کې لیدل کیږي، چې شپه او ورځ ګرځي. "ډیر وخت کېږي چې ډرون الوتکې په اسمان کې ګرځي، یواځې اندړ یې په بر کې نه دي نیولي، بلکې شاوخوا سیمې ټولې تر کنټرول لاندې راولي، تقریبا ۲۴ ساعته دلته ګرځي راګرځي، موږ زیاته ویره ورڅخه لرو."

د قره باغ ولسوالۍ روښان بیا وايي: "دوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دغه الوتکو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، ترڅو د خلکو ویره او اندېښنه پای ته ورسیږي."

وموغوښتل چې د دغه الوتکو په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو، خو په بیا بیا هڅه کولو سره سره بریالي نه شوو.

په سېپټېمبر کې د طالبانو حکومت له امریکا وغوښتل چې د افغانستان هوايي حریم ته دې د خپلو بې پېلوټه الوتکو له داخلولو ډډه وکړي.

طالبانو ویلي وو، په قطر کې د لاسلیک شوې موافقې برخلاف د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له لوري د افغانستان هوايي حریم د دوی په ټکو 'اشغال' کېږي.

خو تر دې خبرې یوه اونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه کنفرانس کې ویلي وو، د افغانستان د هوايي حریم د کارونې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.

له شاوخوا ۲۰ کالو څخه امریکا متحده ایالتونو د جګړې په لویو سیمو لکه سوریه، عراق او افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي، خو په دې وروستیو کلونو کې د جګړییزو سیمو ترڅنګ د امریکا له بې پیلوټه الوتکو په پاکستان، شمالي افریقا، لیبیا، یمن او سومالیا کې هم کار اخیستی.

XS
SM
MD
LG