د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د اګست پر ۱۳مه د پېښور چټک بس پروژه پرانیزي


د بي ار ټي پروژې تعمیراتي چارو شاوخوا درې کاله وخت واخیست - د ارشیف انځور
د بي ار ټي پروژې تعمیراتي چارو شاوخوا درې کاله وخت واخیست - د ارشیف انځور

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۳مه د پېښور د چټک بس پروژه (بس ریپېډ ټرانسپورټ یا بي ار ټي) پرانیزي.

دا پروژه چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند تېر حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې پیل کړې وه، حکومت یې په بیا بیا د پرانیستو اعلان کړی خو وروسته یې د تعمیراتي چارو د نه بشپړتیا له وجې ځنډولې.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د اګست پر ۱۲مه خبریالانو ته وویل، د پروژې له پرانیستو سره ولس له معیاري ټرانسپورټي اسانتیاوو برخمن شي.

له حکومتي اسنادو سره سم، په پیل کې د پروژې چارو لپاره شاوخوا ۵۰ اربه روپۍ ايښوول شوې وې خو اوس یې لګښت تر ۷۰ اربه روپیو لوړ شوی دی.

په ټاکلې موده کې د نه بشپړېدو او په تعمیراتي چارو کې د نیمګړتیاوو له وجې صوبايي حکومت د پروژې لګښت څو ځلې لوړ کړ.

په ۲۰۱۸ز کال کې ورته ۴۹ اربه روپۍ ځانګړې شوې وې، په ۲۰۱۹ز کال کې د پروژې بجټ څه باندې ۶۶ اربو روپیو ته ورسېد او اوس حکومت وايي د باندې څلور اربو روپیو له اضافې سره یې لګښت ۷۰.۷ اربه روپیو ته رسېدلی دی.

د پروژې د ټرافیکي چارو یو افسر عالمګیر بنګښ وايي، خلک د موبایل اپليکېشن له لارې ټېکېټ اخیستای شي او کارډ جوړولای شي.

د ده په خبره، اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ بسونه لري چې ټوله ورځ به د بي ار ټي پر سړکونو تګ راتګ کوي.

د بس دا ځانګړې لار د پېښور له څمکنیو څلورلارې څخه پیلېږي او د حیات اباد په صنعتي زون کې پای ته رسي او تر ۳۰ زیات تمځایونه لري.

په چټک بس کې به خلک څنګه سفر کوي؟ په اړه یې مرکه واورئ:

د بي ار ټي په بسونو کې د سفر طریقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پروژې د چارو او ځنډ له وجې واکمن تحریک انصاف د اپوزیشن، د پېښور اوسېدونکو، ټرانسپورټرانو او د ښار کاروباریانو له انتقاد سره مخامخ شو.

پر حکومت همداراز په پروژه کې د درغلۍ تورونه هم پورې شول چې واکمن تحریک انصاف رد کړي.

د اسیا پرمختیايي بانک د بي ار ټي سړک او تمځایونو جوړولو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت ته د ۵۹۳ میلیونه امریکايي ډالرو پور ورکړی او پاتې پانګه ورته صوبايي حکومت برابره کړې.

په پاکستان کې د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پېښور ابادي تر څلور میلیونه لوړه ده چې له وجې یې ښار نه یوازې ټرافیکي ستونزې لري بلکې هوا یې هم د زیاتو ګاډو له وجې ککړه ده.

حکومت وايي، د چټک بس پروژې له لارې به په ښار کې د ټرافیک او چاپېریال ککړتیا ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

د بسونو دا ډول پروژې وار له مخه په لاهور او اسلام اباد کې پرانیستې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG