د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چټک بس پروژې پرانسته پر ۱۵م جولای کېږي


پېښور کې د چټک بس پروژه
پېښور کې د چټک بس پروژه

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، د پېښور پر چټک بس سروس پروژه (بي آر ټي) زیاتره کار سر ته رسېدلی دی، او راروانه میاشت به یې پرانسته کوي.

د جون پر ۲۵مه له پېښور سره تعلق لرونکې د تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي فضل الاهي مشال راډیو ته وویل د راروانې جولای میاشتې پر ۱۵مه به د دغه پروژې حتمي پرانسته وشي.

نوموړي وویل، هر څه تیار دي او د ګاډو ازمایشي چلول یې هم پيل کړي دي.

نوموړی زیاتوي له څمکنو ته تر حیات اباده پورې او بیا تر کارخانو بازاره پورې به پکې خلک تلی راتلی شي.

فضل الاهي وویل چې پر بي ار ټي لګښت به ټولټال تر ۷۰.۷ اربو روپو پورې ورسېږي.

د بي ار ټي پروژې په خپله ټاکلې موده کې د نه بشپړېدو له وجې یې لګښت بیا بیا زیاتېدۍ.

په ۲۰۱۸ز کال کې دې منصوبې ته ۴۹ اربه روپۍ ښودل شوی وو، په ۲۰۱۹ کال کې د دغه منصوبې بجټ څه باندې ۶۶ اربو روپو ته ورسېد او اوس د واکمن ګوند ترمخه څه باندې څلور اربو روپو له اضافي پېسو سره به دغه منصوبه صوبایي حکومت ته پر ۷۰.۷ اربو روپو پرېوځي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل پارټۍ غړي صلاح الدین مومند وايي، د تحریک انصاف حکومت ته پخپله هم نه شته پته چې دغه پروژه به کله سر ته رسوي.

د جون پر ۲۵ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د نوموړي وینا وه، درې کال پوره کېږي دوی ۵۰۰ میلیونه ډالره د دې پروژې لپاره پور اخیستې، په ۲۰۲۱ م کال به دوی د دغه پور له ۲.۶ فیصده سود سره پرېکول پیلوي.

مومند وویل، ما په دې په اسمبلۍ کې هم خبره وکړه، چې د کورونا مسلې له وجې به دوی دا قرض څنګه ورکوي، ښکاره ده چې دوی به نور پور اخلي.

هغه زیاتوي، د پروژې حتمي نېټه هم نه ښيي او په اندازو خبره کوي.

بلخوا په یونیورسټي روډ د څپلو یو دوکاندار عبدالرحمان وایي، د بي ار ټي له وجې خلکو ته د یوې غاړې نه بلې ته په اوړېدو کې تکلیف وي.

نوموړي وايي، د سړک دواړو اړخونو دوکانونو ترمنځ لاره ډېره شوه، زما دوکان ته مخامخ د زونګ دفتر دی، که یو کس دلته په سټاپ کوز شي نو مخکې به ځي بیا به پر پول بل اړخ ته تاوېږي اول خو دا ډېر تکلیف دی.

نوموړي زیاتوي کله وایي چې نن یې افتتاح کوو او کله سبا خو لا څه نه ښکاري.

د پېښور د تمبوانو موړ یو اوسېدونکی نوید خان وایي، د دغه پروژې وروسته اوس خلکو ته د ګاډو پارکنګ مسله جوړه شوې ده.

هغه وايي، یوه لویه مسله خو یې دا ده چې سټاپونه یې بې ځایه جوړ کړي دي، دلته د تمبوانو موړ کې دې اړخ ته جومات دی، بلې غاړې ته جماعت نه شته، څوک چې لمانځه له راځي هغوی ته هم ډېر تکلیف دی.

نوموړي وویل، د بلې غاړې دوکانداران او خلک به فلای اوور ته ځي بیا به راتاوېږي نو جومات ته به راځي، ښځو، ماشومانو او بوډاګانو ته د سړک اوړېدل ګران شوي په زینو دوی نه شي ختی او لفټونه لاه کار نه کوي.

د چټک بس پروژه د ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر میاشت کې د تحریک انصاف ګوند حکومت پیل کړې وه او د هغه وخت د صوبې وزیر اعلا پروېز خټک ویلي وو چې دا پروژه به په شپږو میاشتو کې سرته رسوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG