د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت په زندان کې د علي وزیر د مقدمې اورېدنه کړې


پولیس وايي، د علي وزیر د اواز نمونې د ارزونې لپاره اسلام اباد ته استوي - د ارشیف انځور.
پولیس وايي، د علي وزیر د اواز نمونې د ارزونې لپاره اسلام اباد ته استوي - د ارشیف انځور.

د کراچۍ یوه عدالت د پاکستان په پارلېمان کې د جنوبي وزیرستان استازي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یوه مخکښ علي وزیر د مقدمې اورېدنه کړې.

د نوموړي وکيل قادر خان اېډووکېټ مشال راډېو ته وويل چې عدالت د جون پر پینځمه د مقدمې اورېدنه په جېل کې کړې چې پکې پوليسو د عدالت دا غوښتنه ومنله چې د علي وزير د غږ نمونې به اخلي او د ارزونې لپاره به يې د اسلام اباد لېبارټرۍ ته لېږدوي.

د ده په خبره، عدالت د اواز د نمونو د معاینې او پلټنو له لارې دا معلومول غواړي چې ایا هغه وینا چې د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال شوې وه، د علي وزیر ده او که څنګه؟

غورځنګ پروسږ کال د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه کړې وه چې زرګونه خلکو پکې ګډون کړی وو. د

هغې غونډې ته د علي وزير ترڅنګ منظور پښتين، محسن داوړ او نورو هم ويناګاني کړې وي او چې تر هغې یوه ورځ وروسته، د ډېسېمبر پر اوومه پولیسو د هغوی پر ضد مقدمه دایره کړې وه.

په قضيه کې پوليسو پر علي وزیر او د هغه پر ملګرو په جلسه کې د ریاست ضد د وینا کولو تور پورې کړی دی. خو د هغوی وکيل قادر خان دا تور ردوي او وايي چې پر سټېج (دریځ) هېچا د ریاست پر ضد وینا نه وه کړې.

پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې ونیوه او بیا یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره. تر دې وروسته په کراچۍ کې د پي ټي اېم نور کسان نیول شوي ول چې د کراچۍ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په ضمانت خوشې کړي او يوازې علي وزير له تېرو څه د پاسه پینځو مياشتو راهیسي د کراچۍ په زندان کې دی.

کراچۍ احتجاج: د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ګرفتار کسان دې پرېښودل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

سيند های کورټ د جون پر لومړۍ نېټه د علي وزير د ضمانت پر درخواست محفوظه کړې فیصله اورولې او د هغه ضمانت يې رد کړی دی.

سيند های کورټ د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر پینځمه د علي وزیر د ضمانت په درخواست فیصله محفوظه کړې وه.

پي ټي اېم ویلي، د علي وزير د ضمانت غوښتنلیک سپریم کورټ ته وړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG