د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاصمې راني کورنۍ د هغې د وژونکي له کورنۍ سره روغه وکړه


عاصمه راني د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې وژل شوې وه - انځور له ارشیفه
عاصمه راني د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې وژل شوې وه - انځور له ارشیفه

څه د پاسه درې کاله مخکې په کواټ کې د طب پوهنځي (کالج) یوې زده کوونکې کورنۍ له مخالفانو سره روغه کړې او د هغې په وژنه تورن کس یې تر ننواتې وروسته بښلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په جون کې د پېښور یوه عدالت مجاهد اپرېدي ته د عاصمې راني د وژنې په تور د مرګ سزا اورولې وه.

د راني مشر ورور محمد عمران د سېپټېمبر پر پینځمه د خیبر پښتونخوا له لکي مروت سره نېږدې په سرای نورنګ کې تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د اپرېدي ټوله کورنۍ څو ځلې په ننواتې ورغلله او بښنه یې غوښته چې بالاخره یې پلار هغه وبښه. "مجاهد [اپرېدی] ملزم وو او پلار مې غوښتل چې هغه مجرم شي. نو زړه مو اوس کرار شو. ده (اپرېدي) زموږ له خور سره ډېر ظلم کړی وو. زموږ مقصد دا وو چې هغه سړی چې په [خپله شتمنۍ] کوم [غرور] لري هغه ختم کړو. خدای پاک هغه ختم کړ. هغه د پانسۍ سزا واورول شوه، بس زموږ پلار فیصله وکړه چې هغه ظلم کړی وو، خو زه د هغه له [کورنۍ] سره ظلم کول نه غواړم."

عمران وايي، د اپرېدي د کورنۍ تر څنګ د هغوی د قبیلې خلک هم څو ځلې بښنې ته ورغلل او جرګې ته یې خپله پښېماني وښوده. "ټول اپرېدیان ورسره ول. جرګې ته یې څلور ننواتې وکړې، د [عاصمې راني] پر قبر یې هم ګډان (پسونه) حلال کړل. پر قبر یې څادر [وغوړاوه]. د [اپرېدي] د کورنۍ ښځو زموږ له مور، پلار، وروڼو او خویندو معافي وغوښته، په ننواتې راغللې او موږ ورته ټیکري (پړوني یا زړوکي)" په سر کړل.

پر ټولنیزو شبکو د راني پر کورنۍ انتقاد کېږي او داسې هم ویل کېږي چې د مروتو هغه مشران پر دې روغه خوشال نه دي چې د نوموړې تر وژنې وروسته یې احتجاجونه کړي ول.

عاصمه راني د اېبټ اباد د ایوب میډیکل کالج زده کوونکې وه چې د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه په کواټ کې له خپل کور سره نېږدې وسله والو وویشته. هغه مهال پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره شوه چې پکې عاصمه راني په ژوبل حالت کې په روغتون کې خپل ورور ته وايي چې مجاهد اپرېدي ورباندې ډزې کړې وې.

اپرېدی تر پېښې وروسته له هېواده متحده عربي اماراتو ته وتښتېد چې څو ورځې وروسته د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د نړیوالو پولیسو په مرسته ګرفتار او هېواد ته ستون کړ.

د پېښور یوه عدالت د جون پر ۲۵مه اپرېدي ته د مرګ سزا واوروله.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG