د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور يوه عدالت د زده کوونکې عاصمه راني قاتل ته د پانسۍ سزا واوروله


د پېښور يوه عدالت نن د اېبټ اباد د يوه طبي کالج زده کوونکې عاصمه راني د وژنې په تور مجاهد الله اپرېدي ته د پانسۍ سزا واوروله.

مجاهد اپرېدي د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه عاصمه هغه وخت په کواټ کې ويشتلې وه چې هغه له خپلې ورېندارې سره له بازاره کور ته روانه وه.

عاصمه سمدستي روغتون ته رسول شوې وه چې يوه ورځ وروسته يې ساه ورکړه، خو هغې په ژوبل حالت کې په يوه ويډيويي پيغام کې پر مجاهد اپرېدي د برید تور پورې کړی وو.

د ډسټرکټ اېنډ سېشن کورټ جج د امنيتي وجوهاتو له کبله په سېنټرل جېل پېښور کې دننه نن د مقدمې اورېدنې پر مهال لنډه پرېکړه کې وويل چې مجاهد اپرېدی د قتل مجرم ګرځېدلی نو ځکه ورته د مرګ سزا اوروي.

د عاصمې له وژنې وروسته مجاهد اپرېدی متحده عرب اماراتو ته تښتېدلی و چې د پاکستان تحقيقاتو وفاقي ادارې د نړيوالو پوليسو په مرسته د ۲۰۱۸ز کال په مارچ مياشت کې ونيو او پاکستان ته يې راوست.

مجاهد اپرېدي د عاصمې د رشتې نه تر لاسه کولو په غبرګون کې پر هغې بريد کړی و.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG