د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټرالیا کرکټ بورډ وايي که طالبان ښځې لوبو ته نه پرېږدي نو د سړیو له لوبډلې سره سیالي نه کوي


د افغانستان د کرکټ د ښځو ملي لوبډلې لوبغاړې تر سیالۍ مخکې د مشورې پر مهال - انځور له ارشیفه
د افغانستان د کرکټ د ښځو ملي لوبډلې لوبغاړې تر سیالۍ مخکې د مشورې پر مهال - انځور له ارشیفه

طالبان وايي، ښځې یې له سپورټه منع کړي ځکه چې کېدای شي د لوبو پرمهال بې ستره شي. خو په عین وخت کې د اسټرالیا د کرکټ بورډ ویلي که دا رپورټونه ریښتیا وي نو بیا به د افغانستان د سړیو له کرکټ لوبډلې سره پلان شوې ټېسټ سیالي و نه کړي.

دا خبره د اسټرالیا کرکټ بورډ د سېپټېمبر پر نهمه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق د اسټرالیا اېس بي اېس رسنۍ ته وویل، فکر نه کوي چې ښځو ته به د کرکټ کولو اجازه وي.

د وثیق په خبره، "دا ضروري نه ده چې ښځې دې لوبې وکړي. په کرکټ کې کېدای شي ښځې له داسې حالت سره مخامخ شي چې مخ او د وجود برخې يې ښکاره شي او اسلام ښځو ته" د بې سترۍ اجازه نه ورکوي.

نوموړی وايي دا د رسنيو دور دی، عکسونه او ويډيوګانې به جوړېږي او بيا به يې خلک ګوري.

د افغانستان د ښځو د کرکټ یوه لوبغاړې د توپ اچونې پر مهال - انځور له ارشیفه
د افغانستان د ښځو د کرکټ یوه لوبغاړې د توپ اچونې پر مهال - انځور له ارشیفه

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال اېس بي اېس ته ویلي چې اسلام او د طالبانو حکومت ښځو ته د کرکټ او داسې نورو لوبو اجازه نه ورکوي چې پکې یې د بې پرده ګۍ امکان وي.

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې چې طالبان پر افغانستان واکمن ول نو هغه مهال یې هم پر زیاتره تفریحي کارونو او لوبو بندیز لګولی وو.

وثیق البته تېره مياشت اېس بي اېس ته ويلي ول چې طالبان به د سړیو د کرکټ ملي لوبډلې ته اجازه ورکړي چې لوبو ته دوام ورکړي او په نومبر کې د يو ټېسټ مېچ لپاره اسټراليا ته سفر وکړي.

خو د نوموړي تر تازه څرګندونو وروسته د اسټراليا کرکټ بورډ د سېپټېمبر پر نهمه ويلي دي که له لوبو څخه د ښځو منع کولو رپورټونه ریښتيا وي نو دوی به له افغان لوبډلې سره د نومبر پر ۲۷مه په پلان شوې ټېسټ یعنې پینځه ورځنۍ لوبه و نه کړي.

وثیق له لوبو څخه د ښځو منع کولو خبره پر داسې مهال کړې چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو د چارو استازې الېسن ډېوېډیان ویلي داسې رپورټونه دي چې طالبان د ښځو د حقونو درناوی نه کوي.

نوموړې د سېپټېمبر پر اتمه له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې په نیو یارک کې خبریالانو ته وویل، ښځې له محرم پرته له کوره له وتلو منع شوې دي.

د ډېوېډیان په خبره، طالبانو په بیا بیا ویلي د اسلام په چوکاټ به یې د حقونو درناوی کوي خو په عمل کې داسې نه ښکاري.

د ۲۰۲۱ز د سېپټېمبر پر اوومه د ښځو په ګډون ګڼو کسانو په کابل کې مظاهره وکړه
د ۲۰۲۱ز د سېپټېمبر پر اوومه د ښځو په ګډون ګڼو کسانو په کابل کې مظاهره وکړه

نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې سلګونه ښځو د طالبانو د تګلارو ضد احتجاجي لاریونونه وکړل.

په ځواب کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اتمه په یوه بیان کې پر مظاهرو بندیز ولګاوه.

د وروستیو مظاهرو پر مهال د خبریالانو په ګډون ځینې کسان نیول شوي او یا هم وهل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې څومره کسان ګرفتار یا وهل شوي ځکه چې د خبریالانو لپاره اوسمهال په افغانستان کې د معلوماتو غونډولو چارې ګرانې شوې دي.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړه چې پکې ټول ۳۳ غړي سړي دي او د ښځو وزارت یې حذف کړی.

طالبان خپله کابینه ټولشموله بولي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG