د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د طالبانو کابینه کې د یوشمېر غړو پر موجودګۍ اندېښنه ښوولې


امریکا وايي په کابینه کې د موجودو ځینو کسانو تړاوونو او سابقې هم اندېښمنه کړې ده. انځور - ارشیف
امریکا وايي په کابینه کې د موجودو ځینو کسانو تړاوونو او سابقې هم اندېښمنه کړې ده. انځور - ارشیف

واشنګټن ویلي چې د طالبانو په سرپرست حکومت کې د هغو غړو موجودګۍ اندېښمن کړی چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف خلاف په جګړه کې ښکیل ول او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د سختدریځه واکمنۍ پر مهال د هغې ډلې مهم کسان ول.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اوومه تر هغې څو ساعته وروسته په بیان کې کړې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د سرپرست حکومت کابینه اعلان کړه.

وزارت په بیان کې ویلي، "په اعلان شوي فهرست کې یې نومونه وکتل چې پکې یوازې د طالبانو غړي او یا د هغوی نېږدې ملګري دي او پکې هېڅ ښځه شمولیت نه لري."

په بیان کې راغلي چې امریکا په کابینه کې د موجودو ځینو کسانو تړاوونو او سابقې هم اندېښمنه کړې ده.

خو بیان پرته له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم یاد کړي زیاتوي، واشنګټن پوهېږي چې طالبانو دا وخت یو نګرانه یا سرپرسته کابینه اعلان کړې ده خو د طالبانو په اړه قضاوت به د هغوی له خبرو نه بلکې عمل ته په کتو کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر اوومه د کابینې اعلان پر وخت وویل، د هېواد نوم به د افغانستان اسلامي امارت وي.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغان ولس له ضرورتونو سره سم یوه سرپرسته کابینه جوړه شوې.
ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغان ولس له ضرورتونو سره سم یوه سرپرسته کابینه جوړه شوې.

نوموړي زیاته کړه چې ملا محمد حسن اخوند به ریس الوزرا (صدراعظم یا وزیراعظم) او ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي به یې مرستیالان وي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د دفاع وزير، د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني د کورنيو چارو وزير، امير خان متقي د خارجه چارو وزير، هدایت الله بدري د ماليې وزير، خېرالله خېرخواه د اطلاعاتو او کلتور وزير، عبدالحکيم شرعي د عدليې وزير، محمد ثاقب د حج او اوقاف وزیر، قاري دین محمد حنيف د اقتصاد وزیر، نورالله نوري د سرحداتو وزير په توګه اعلان شوی دی. ملا فاضل به د دفاع وزير مرستيال وي.

له دې پرته احمدالله وثیق د استخباراتو مشر او د بدخشان قاري فصيح الدین د افغانستان د پوځ د لوی درستيز په توګه اعلان شوي دي.

د اګست پر ۱۵مه کابل ته تر ننوتو وروسته طالبانو په وار وار ويلي ول چې دوی به ټولشموله حکومت جوړوي او په دې لړ کې یې له يو شمېر قومي مشرانو او سياستوالانو سره ملاقاتونه هم کړي ول خو اوس چې کابینه اعلان شوې نو په دې کې ټول د طالبانو مشران دي.

نړيوالو په بیا بیا پر طالبانو ټينګار کړی چې ټولشموله حکومت جوړ کړي خو طالبان وايي چې اعلان شوې کابینه موقتي ده.

دا په داسې حال ده چې نړيوالو انتظاره کاوه چې وګوري د طالبانو په حکومت کې څوک څوک شامل دي او دا چې ایا طالبان به د ۱۹۹۰ز لسیزې برعکس، له ژمنې سره سم، دا ځل منځلاری حکومت جوړ کړي او که څنګه.

خو په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم الجزیرې ټېلېوېژن ته ویلي چې کابینه یې ټولشموله ده.

دی وايي، د ريیس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په خټه ازبک، لوی درستیز فصیح الدین د بدخشان او د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف په خټه تاجک دی.

ده په کابینه کې د ښځو د نشتوالي په اړه وویل چې د "ډېرو هېوادونو" په کابینو کې ښځې نه شته.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG