افغان حکومت وايي، د طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالو دوام د سولې هڅې له جدي چیلېنجونو سره مخامخوي او طالبان باید سمدستي له بریدونو لاس واخلي.
د اکتوبر پر ۱۸مه د افغانستان په غور ولایت کې موټر بم برید لسګونه کورنۍ غمجنې کړې.
په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
د برید ذمه واري چا نه ده منلې.
د ملکیانو مرګ ژوبلې او په نورو سیمو کې د طالبانو بریدونو د افغان حکومت تند غبرګون پارولی.
د اکتوبر پر ۱۸مه د ولسمشر اشرف غني په حواله په یوه بیان کې راغلي: "طالبانو د بشر ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې له ترهګر برید سره بې شمېره بېګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل."
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د غور د برید او نورو بریدونو په غبرګون مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅې په جدي توګه له ګواښ سره مخامخوي.
"د افغانستان حکومت او خلک د دې جنګ د سمدستي ختمېدو غوښتنه کوي او پر طالبانو باندې غږ کوي چې له دې ناروا او غیر اسلامي کار څخه باید لاس واخلي."
طالبانو رسماً د غور د موټر برید په اړه او دا چې افغان چارواکو د دغه برید پړه پرې اچولې څه نه دي ویلي او نه یې د مشال راډیو پوښتنې ته ځواب ورکړی.
د دې ډلې یوه ویاند په سیمه کې مشال راډیو ته ویلی ول چې وروسته به په دې اړه تبصره وکړي.
طالبانو پخوا معمولاً د هغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی چې پکې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو افغان چارواکي وايي، دا د طالبانو ډله ده چې یا په خپله دا بریدونه کوي یا ورته زمینه برابروي.
په افغانستان کې د امریکايي سفارت شارژدافېیر راس وېلسن پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې په غور کې "بېګناه افغانان وژل شوي."
د وېلسن په خبره، "د وینې بهېدل باید ودرېږي."
په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د غور حمله غندلې.
د اروپايي ټولنې دفتر په یوه توېټ کې لیکلي، "د سولې لار باید په خبرو تېره شي نه په وژنو."
طالبانو له امریکایانو سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې د تاوتریخوالي کچ به کموي.
د غور برید د ګڼو نورو تر څنګ د طالبانو د سیاسي دفتر د کوربه هېواد قطر غبرګون هم پارولی.
د قطر دولتي خبري اژانس پر ټوېټر لیکلي، "قطر د افغانستان په مرکزي برخه غور ولایت کې چاودنه چې پکې ګڼ خلک مړه او ټپيان شول په کلکه غندي."
دا چې د دوحې د تړون په خلاف د تاوتریخوالي زیاتېدل څومره د سولې پروسه او سیاسي هڅې زیانمنوي په دې اړه مو د ناټو له پخواني لوړپوړي سلاکار محمد شفیق همدم څخه وپوښتل.
هغه وویل: "د تاوتریخوالي زیاتوالی ډېر مستقیم تاثیر لري او حتی کولای شي دغو ناستو او مذاکراتو ته ضربه ورسوي، ځکه هم د توافقاتو برخلاف ده او هم د توقعاتو برخلاف ده. توافق او توقع دا وه چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي نه دا چې لا پسې لوړه شي."
همدم وویل ډېر امکان لري چې د طالبانو په وړاندې د امریکایي چارواکو لیدلوری تر انتخاباتو وروسته بدل شي او بیا به د سولې لپاره اوسنی لاسته راغلی فرصت نه وي.
له بدخشانه نیولې تر هېلمند او له غور نیولې تر کونړه، په افغانستان کې د ناامنیو کچ داسې وخت لوړ شوی چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې په خبرو بوخت دي خو لا د رسمي خبرو د کړنلارې پر جوړولو نه دي سلا شوي.
د فېسبوک تبصرې