د افغانستان په غور ولایت کې یو موټر بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د اکتوبر ۱۸مې پر سهار شاوخوا ۱۱ بجې په مرکز فېروز کوه کې د ښځو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې او امنیه قوماندانۍ ته نېږدې شوې.
ولایتي چارواکي وايي، په پېښه کې د وژلیو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او په ټپیانو کې ۳۵ امنیتي سرتېري او ۶۵ ملکيان دي.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
عیني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروه وه چې غږ يې ان تر لرو پرتو سیمو پورې واورېدل شو.
عیني شاهد عبدالوکیل وايي: "کله چې چاودنه وشوه، له دفتره چې ووتم، په ټول واټ کې د خلکو د بدن ټوټي خپرې وې، ۱۰ یا ۱۲ کسان مې ولیدل چې ټوټه ټوټه شوي ول، ان څاروي هم ټوټه ټوټه ول، ډېره وحشتناکه پېښه وه."
اخوا دلته د غور په ولایتي روغتون کې زیات شمېر خلک د خپلو خپلوانو د موندلو هڅه کوي.
ګل هوس هغه مېرمن چې ښايي په عادي ورځو کې ونه شي کولای له کوره بهر ووځي خو نن د خپل زوی او د کورنۍ د نورو غړو د حال د معلومو لپاره تر روغتونه رسېدلې ده.
نوموړې وویل: "زوی مې ټپي شوی دی، زوم مې هم ټپي دی، یو د کاکا زوی مې وژل شوی دی، تر اوسه يې موږ نه یو ور پريښې چې هغوی وګورو، د کاکا زوی مې چې وژل شوی مستریتوب يې کاوه."
د غور روغتیايي چارواکي وايي، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د غور ولایت د عامې روغتیا سرپرست عبدالطیف رحیمي مشال راډيو ته وویل وايي: "د یو شمېر ټپيانو وضعیت ښه نه دی او همدا اوس تر جدي مراقبت لاندې دي او ښايي شهیدانو شمېر زیات شي."
په ورته وخت کې د غور امنیه قومندان وحیدالله نظامي وايي چې وسله والو طالبانو ته په بېلابېلو عملیاتو کې د مرګ ژوبلې له اوښتو وروسته دغه ډلې د نن ورځې په حملې سره غوښتل چې ګڼ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوي.
د غور ولایتي مسوولین د دغه پېښې عاملین وسله وال طالبان یادوي خو دې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د امریکايي سفارت شارژدافېیر راس وېلسن پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې په غور کې "بېګناه افغانان وژل شوي."
د وېلسن په خبره، "د وینې بهېدل باید ودرېږي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
په هېلمند کې له څو ورځو راهیسې د جګړې له وجې لسګونه زره خلک بې کوره شوي دي.
اخوا په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې هم د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ له درو ورځو راهیسې نښتې روانې دي.
د فېسبوک تبصرې