په هېلمند ولایت کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ګېرو لسګونه زره ولسي وګړو برخلیک په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.
ځايي چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې له څو ورځو راهیسې د روانو جګړو له وجې تر ۶،۰۰۰ زیاتو کورنیو په ولایتي مرکز لښکرګاه کې پناه اخیستې.
د ملګرو ملتونو ادارې وايي، د درنې جګړې له وجې د ښار برېښنا او رابطې قطع شوې دي، جدي روغتیايي خدمات اغېزمن شوي او له ښاره بهر تلونکې ټولې لارې تړلې دي.
د وسله والو طالبانو له حملو څخه د لښکرګاه د دفاع په موخه له افغان پوځیانو سره د مرستو لپاره امریکايي هوايي ځواک بمباري هم کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان پر دواړو خواوو غږ کړی چې د ((بشري ناورین)) مخنیوي لپاره دې ولسي وګړو ته له ښاره د وتلو ((محفوظه لار)) ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم په جګړه کې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ولسي وګړو د وتلو لپاره دې د محفوظو لارو برابرولو ترڅنګ د هغوی د خوندیتوب ټول اقدامات وکړي.