د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی د سولې بهیر ته ګواښ دی: خلیلزاد


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، جګړو په وروستیو څو اونیو کې په افغانستان کې زور اخیستی او د سولې بهیر ته ګواښ دی.

زلمي خلیلزاد د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې ده او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر له طالبانو سره په څو غونډو کې منلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر نکاتو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدلو اقدامات باید له سره تنظیم شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د فبروري پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.

خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې د جګړو کچه ډېره لوړه شوې ده او زیات شمېر افغانان پکې وژل کېږي. هغه زیاتوي چې که دا اقدامات له سره تنظیم شي نو تمه ده چې په تاوتریخوالي کې به د پام وړ کموالی راشي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وردګ هم په یو ټویټ کې ویلي چې په دا وروستیو څو ورځو کې په ګڼو غونډو کې د سولې تړون د بشپړ پلي کولو په اړه له خلیلزاد او ميلر سره د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شیخ عبدالحکیم خبرې شوې دي.

دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د افغانستان په سوهېلي ولايت هېلمند کې د جګړو له امله زرګونه کسان بېکوره شوي او د هېلمند مرکز لښکرګاه ته يې پناه وړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د ولسي وګړو ساتنې ته پام وکړي او په سیمه کې بند پاتې کسانو ته دې د بشري مرستو د رسېدو په خاطر لارې پرانيزي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG