د لاسرسي ځای

تازه خبر

صومالیا کې په دوو موټر بمي بریدونو کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي


د اکتوبر پر ۲۹مه تر چاودونو وروسته یوشمېر ژوبل کسان د سړک غاړې ته د طبي مرستو په انتظار ناست دي.
د اکتوبر پر ۲۹مه تر چاودونو وروسته یوشمېر ژوبل کسان د سړک غاړې ته د طبي مرستو په انتظار ناست دي.

د صومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد ویلي دي چې د اکتوبر پر ۲۹مه په پلازمېنه موګادېشو کې په دوو موټر بمي بریدونو کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

نوموړي د اکتوبر پر ۳۰مه د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، بریدونه پر یوه مصروفه سړک شوي چې پکې شاوخوا ۳۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

ده له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه. "موږ له خپلو نړیوالو شریکانو او د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه کوو چې ډاکتران راواستوي ځکه چې موږ ټول ژوبل کسان له هېواده بهر درملنې ته ولېږدوو."

د اکتوبر پر ۲۹مه تر موټر بمي برید وروسته له سیمې څخه لوګي خېژي.
د اکتوبر پر ۲۹مه تر موټر بمي برید وروسته له سیمې څخه لوګي خېژي.

له القاعدې سره تړلې وسله والې ډلې الشباب د حملو ذمه واري منلې ده او دعوه یې کړې ده چې د تعلیم وزارت یې له "غیر اسلامي هېوادونو" څخه د مرستو ترلاسه کولو له وجې په نښه کړی دی.

واشنګټن وايي چې الشباب د القاعدې له خونړیو ډلو څخه یوه ده چې وسله وال یې امریکا په ګڼو هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.

پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۲۰ز کال کې له صومالیا څخه خپل سرتېري واېستل خو تر هغې وروسته ولسمشر جو بایډن بیا ورستانه کړل.

د اکتوبر ۲۹مې بمي بریدونه په هم هغه ځای کې شوي دي چې پکې په ۲۰۱۷ز کال کې په بارودو بار د ټرک په چاودنه کې تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG