د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي پوځ په صومالیا کې له القاعده او الشباب وسله والې ډلې سره اړه لرونکی مشکوک مشر په نښه کړی


امریکايي پوځ پرون په صومالیا کې یو میزایلي برید کړی دی چې پکې له القاعده او الشباب وسله والې ډلې سره اړه لرونکی یو مشکوک مشر په نښه شوی دی.

امریکايي چارواکو د دې مشکوک تن د پېژندګلوۍ په ډاګه کولو او یا د دې کاروايي د کامیابۍ په اړه تفصیل نه دی ورکړی.

د دې برید په اړه رپوټونه وايي چې د صومالیا لرې پرته جنوبي ساحلي سیمه باراوي کې شوی دی. دا سیمه د وسله والو مظبوط مرکز بلل کېږي.

فرانس پریس خبري اژانس خبر ورکړی دی چې دا توغندی د بې پایلټه الوتکې په وسیله غورځول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG