د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو مشرانو د سومالیا خونړۍ چاودنه وغندله


په موګادېشو کې د چاودنې ځای
په موګادېشو کې د چاودنې ځای

پراګ - د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرژ او د ځېنو هېوادونو مشرانو د سومالیا په پلازمېنه کې د اکتوبر د ۱۴مې چاودنه غندلې ده.

له چوونکو موادو د ډکې لارۍ په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۷۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰ ژوبل دي.

ګوتېرژ د یکشنبې یا اتوار پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دې برید ((زښت خپه)) کړی او د ترهګرۍ پر ضد د ټولو د یو موټي کېدو غوښتنه کوي.

د امریکا، برتانیې او فرانسې مشرانو هم په موګادېشو کې دا حمله غندلې.

دا په سومالیا کې یو له تر ټولو خونړیو بریدونو ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په ((سختۍ د دې برید غندنه)) کوي او امریکا به د ترهګرۍ پر ضد او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره له سومالیوي حکومت، ولس او له خپلو نړیوالو ملګرو سره یو ځای درېدو ته دوام ورکوي.

تر اوسه د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د سومالیا حکومت یې پړه پر الشباب وسله والې ډلې اچولې چې له القاعدې سره تړلې ده.

دا ډله له کلونو راهیسې په سومالیا کې فعاله ده چې پر ضد یې حکومت جنګېږي. امریکا هم د الشباب ډلې پر اهدافو بمبارۍ کوي.

د شنبې پر ورځ له بارودو ډکې یوې لارۍ د موګادېشو په مرکز کې له یوه هوټل سره نېږدې په څلور لاره کې چاودنه وکړه چې پکې د وژل شویو شمېر له هغه وخت راهیسې زیات شوی دی.

د الشباب ډلې وسله والو د ۲۰۱۶ز کال د جون پر لومړۍ په موګادېشو پر یوه هوټل موټر بم ځانمرګی برید کړی وو چې پکې ۱۵ کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG