د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د څلورو کسانو د تښتونې ضد احتجاج شوی دی


په میرلي کې د څلورو تښتول شویو کسانو د خوشې لپاره د تر مظاهرې وروسته غونډه - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۲۸مې انځور.
په میرلي کې د څلورو تښتول شویو کسانو د خوشې لپاره د تر مظاهرې وروسته غونډه - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۲۸مې انځور.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ګڼو خلکو د څلورو ځايي وګړو د ورکېدو ضد احتجاج کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه د خدي مبارک شاهي د شپږو قبیلو مشرانو لاریون ته په وینا کې وویل، وسله والو پینځه میاشتې مخکې له رزمکه څلور کسان تښتولي ول. دوی تور پورې کړ چې انتظامیې د هغو کسانو د خوشې کولو لپاره کارروايي نه ده کړې.

دوی زیاته کړه چې د جنورۍ تر لومړۍ نېټې انتظار کوي، که کسان یې پیدا نه شول نو احتجاج به پراخه کړي او د شمالي وزیرستان عمومي لارې به وتړي.

مظاهره چیانو وویل چې په سیمه کې هر ځای امنیتي پوستې دي خو بیا هم "په رڼا ورځ" خلک تښتول کېږي او حکومتي ادارې یې "هېڅ غم نه خوري."

خو د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان وايي، د څلورو ځايي وګړو د ځای معلومولو هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

ده د ډېسېمبر پر ۲۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې هغه کسان به ژر د تښتوونکو له منګولو خلاص کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نظام الدین، رفیع الله، عبدالهادي او عبدالقاسم چا او د څه لپاره تښتولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۲۱مه وسله والو شپږ کسان د شمالي وزیرستان له شوې سیمې څخه تښتولي ول او دوه نور هغه چې د تښتونې نېټه یې نه ده معلومه، وسله والو له جنوبي وزیرستانه له ځان سره بیولي ول.

په هغو کې یو کس د وسله والو په ولکه کې مړ شوی وو، درې یې په سېپټېمبر او پاتې څلور بیا په اکتوبر کې د جرګې له لارې خوشې شول.

دا روښانه نه ده چې هغه کسان چا تښتولي ول او ایا جرګې یې د خوشې کولو لپاره وسله والو ته تاوان ورکړی وو او که نه.

XS
SM
MD
LG