د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د تښتول شويو کسانو راخوشې کولو لپاره احتجاج داوم لري


دا څویم ځل دی چې د خدي ولس د خپلو برمته شويو کسانو لپاره احتجاج پیلوي
دا څویم ځل دی چې د خدي ولس د خپلو برمته شويو کسانو لپاره احتجاج پیلوي

په شمالي وزیرستان کې د تښتول شویو کسانو کورنۍ او خدي قبیلې له حکومته یوځل بیا غوښتنه کړې چې د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه د دوی د برمته شويو خپلوانو د راخوشې کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

دوی دا څرګندونې له مشال راډیو سره په میرلي کې په هغه احتجاجي کېمپ کې کړې چې نن (د جولای ۳۱مه) یې شپږمه ورځ ده. دوی وايي دا ناسته یې پرامنه ده او ځکه یې پیل کړې چې د دوی په وینا، کورنۍ یې تر سخت کړاو لاندې تېرېږي.

د شمالي وزیرستان له شوې څخه د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه په تښتول شویو شپږو کسانو کې درې د خدي قبیلې د یوې کورنۍ غړي دي چې پکې انجينر همایون داوړ، د روغتيا څانګې غړی شهنشاه داوړ، اېډوکېټ عتیق داوړ شامل دي او په نورو کې بیا یو په میرامشا کې د روغتیا ادارې کارکوونکی مسعود الرحمان، یو کس د اېبټ اباد او بل له میانوالۍ سره اړه لري.

د میرلي یو مشر قاري سمیع الدین مشال راډیو ته وویل، په سپینه ورځ د دوی کسان تښتول شوي نو د حکومت ذمه واره دی، چې ژر عملي ګامونه پورته کړي:

"له شپږو میاشتو یې د کورنۍ غړي برمته دي، بیا بیا یې احتجاجونه کړي دي، چې د راخوشې کولو لپاره دې سرکار عملي ګامونه واخلي. تر هغې به احتجاج کوو چې تښتول شوي کسان د وسله والو له منګلو خوشې شوي نه وي."

د تېرو کالونو په شان سږ کال هم په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې روانې دي.
د تېرو کالونو په شان سږ کال هم په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې روانې دي.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ وايي چې له شپږو میاشتو زیاته موده کېږي چې د کورنۍ غړي یې برمته دي، ماشومان او مېرمنې یې په ویر او ژړا دي او زښته کړېږي.

نوموړي زياته کړه، حکومتي جرګې وخت غوښتی نو ځکه لا په سخت احتجاج لاس نه پورې کوي، خو نور مجبوره دي چې پراخ احتجاج پیل کړي:

"حکومتي جرګه راغله، وخت یې غوښتی و، بیا یې مهلت وغوښت، نو موږ په تمه یو چې ښايي جرګه څه لاره جوړه کړي، خو که موږ دا محسوس کړه چې هسې وخت تېروي، نو بیا په ټول وزیرستان ګرځو، کور په کور، کوڅه په کوڅه، او خلک راغونډوو، پراخ پرلت پیلوو او په هر صورت له حکومته د تښتول شويو کسانو بازیابي غواړو."

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان او د پولیسو مشر شفيع الله ګنډه پور مشال راډیو ته ویلي، چې د تښتول شویو کسانو بازیابۍ ته نېږدې شوي دي او ژر به یې راخوشې کړي.

شمالي وزیرستان کې د تښتول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG